
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
May 29, 2025 at 01:43 PM
کندهار کي د شیدو ټولولو ۳ مرکزونه جوړ سوي
د کندهار ولایت د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په کښته او لوړ شاولیکوټ او ارغستان کي ولسوالیو کي د شیدو راټولولو د درو مرکزونو جوړولو او ګټي اخستني ته د هغوی د سپارلو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه مرکزونه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو نړیوالي ادارې (U.N.O.D.C) په مالي ملاتړ په پنځه زره او ۱۰۰ امریکايي ډالره جوړ سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یادو مرکزونو ته ۲۰ قلمه د شیدو راټولولو وسایل هم ورکړل سوي دي.
#millatzagh
