ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 30, 2025 at 06:26 PM
                               
                            
                        
                            ممبۍ نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه
د هند ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ لیګ (I.P.L ) په ایلیمینټر لوبه کي ممبۍ اینډینز لوبډلي ګجرات ټایټنز لوبډلي ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او نیمه پایلوبي ته ووته.
په یاده لوبه کي ممبي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د روهیت شرما ۸۱ منډو په جوړولو ګجرات ته ۲۲۹ منډي هدف ورکړ او د ګجرات له پاره پراسیدا او سای کشور دوه، دوه او محمد سراج یو لوبغاړی وسوځاوه.
ګجرات د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د سای سودرسن ۸۰ منډو په جوړولو ۲۰۸ منډي جوړي کړې او د ممبۍ له پاره ټرین بولټ دوه لوبغاړي وسوځول.
په یاد لیګ کي راتلونکې یک شنبه د ممبۍ اینډینز او پنجاب کېنګز لوبډلو ترمنځ دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کیږي. 
#millatzagh