ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
May 31, 2025 at 02:13 AM
د رياست الوزرا سیاسي معاونیت لغوه سوی د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي، د تنقیصاتو په لړۍ کي د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هم لغوه سوی دی. مجاهد دغه څرګندوني له افاق خبري اژانس سره د یوې ځانګړي وېډیويي مرکې پر مهال کړي دي. هغه ویلي چي، د سیاسي معاونیت په ګډون ټول تنقیصات د غیر اړینوالي او اضافه مصروفونو د کموالي په خاطر سوي دي. د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و چي، وروسته د کډوالو چارو وزارت سرپرست ته تبدیل سو او اوس هم دغه دنده مخ ته وړي. دا خبر داسي مهال ورکړل سوی چي، د تېري غوايي میاشتي په پیل کي مجاهد ویلي و چي، اسلامي امارت په خپلو ادارو کي د لګښتونو د کمولو، ښه ترسراوي او کاغذپرانۍ د کمولو په خاطر خپل کارمندان کموي؛ خو تر اوسه لا معلومه نه ده چي څومره کسان تنقیص سوي دي. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: د رياست الوزرا سیاسي معاونیت لغوه سوی  د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله ...
❤️ 1

Comments