ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 31, 2025 at 02:17 AM
                               
                            
                        
                            ا.ا هم پاکستان کي خپل ډيپلوماټیک حضور لوړوي
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي، دوی به هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي خپل ډيپلوماټیک حضور له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړ کړي. 
دغه وزارت پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه کار د پاکستان د وروستۍ پرېکړي په غبرګون کوي. 
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو د زیاتوالي لامل سي. 
دا غبرګون وروسته تر هغه وښودل سو چي، تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي، په کابل کي خپل ډیپلوماټیک حضور له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړوي. 
#millatzagh
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        1