
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
May 31, 2025 at 02:24 AM
سعودي ته افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ سوی
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته د ټولو ۳۰ زره افغانانو د لېږدولو بهیر د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاد بهیر د تېري غوايي میاشتي پر اتمه پیل او وړمه ورځ (پنج شنبه) پای ته رسېدلی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد افغان حاجیان د کابل، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو د هوايي ډګرونو له لاري په ۹۷ پروازونو کي یاد هیواد ته لېږدول سوي دي.
#millatzagh

❤️
2