ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
May 31, 2025 at 03:19 AM
فراه کي د ۱۸۳ میلیونه افغانیو پروژې پیل سوي د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کي په ۱۸۳ میلیونه افغانۍ د یو شمېر پراختیايي پروژو کارونه پیل سوي دي. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دغه پروژې د یادي ولسوالۍ په ۱۳۳ کلیو کي پلي کېږي چي، پر ۳۵ کیلو متره عمومي او ۳۰۰ کیلو متره فرعي سړکونو د جغل اچول، د اوبو د یوه بند، د ۸۸۰ متره استنادي دېوال، د ۲۴۰ متره واش او د ۲۹ پلچکونو جوړول په کښي شامل دي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، د دغو پروژو مالي ملاتړ نړیوال بانک ورکوي او د درو میاشتو له پاره ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه هم په کښي برابره سوې ده. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: فراه کي د ۱۸۳ میلیونه افغانیو پروژې پیل سوي د فراه ولایت د اطلاعاتو او...
❤️ 1

Comments