ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
May 31, 2025 at 03:33 AM
ننګرهار کي ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چي، د دغه ولایت په بهسود او ګوشته ولسوالیو کي د دېوال نړېدلو په دوو پېښو کي یو کس وژل سوی او دوه تنه نور ژوبل سوي دي. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دواړي پېښي وړمه ورځ (پنج شنبه) ناوخته رامنځ ته سوي او د رامنځ ته کېدو لامل ئې تېز طوفان یاد سوی دی. په خبرپاڼه کي راغلي چي، په ژوبلو سوو کسانو یوه ښځه او یو نارینه شامل دي او د درملني په خاطر د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول سوي دي. دا پېښي داسي مهال رامنځ ته سوې چي، د تېري غوايي میاشتي پر ۱۸مه هم د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي د تېزو بادونو او طوفان له امله یو کس ووژل سو او ۳۲ تنه نور ژوبل سول. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: ننګرهار کي ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دف...
😢 2

Comments