ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 2, 2025 at 03:02 AM
روغتیايي مرکزونو ته د درملو لېږلو کمېټه جوړېږي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ د صندوق (U.N.I.C.E.F) مشر ډاکټر تاج الدین اویلا ویلي چي، په افغانستان کي به روغتیايي مرکزونو ته د درملو لېږدولو کمېټه جوړه کړي. د عامي روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر ملت ږغ راډيو ته ویلي چي، اویلا او ورسره مل پلاوي دغه څرګندوني پرون (یک شنبه) د دغه وزارت له سرپرست مولوي نور جلال جلالي سره د یوې لیدني پر مهال کړي دي. یاد دفتر د اویلا په حواله ویلي چي، دغه کمېټه روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو او روغتیايي وسایلو د لېږدولو په خاطر جوړېږي. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: روغتیايي مرکزونو ته د درملو لېږلو کمېټه جوړېږي په افغانستان کي د ملګرو...
👍 1

Comments