
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 2, 2025 at 11:27 AM
فاریاب کي ۳ کسان وژل سوي
د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤلینو ویلي چي، په دغه ولایت کي د درو ترافیکي پېښو له امله درې کسان او ۱۷ سره پسونه وژل سوي دي.
د یادي قومندانۍ مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه) ملت ږغ راډيو ته ویلي چي، په دولت اباد ولسوالۍ یوه کس په یوه باروړونکي موټر یو کس او ۱۷ سره پسونه وژلي، په اندخوی ولسوالي کي د یوه هایلکس او موټرسایکل ترمنځ په ترافیکي پېښه کي هم یو کس او په پښتونکوټ ولسوالۍ کي هم د یوه پاسو موټر د اوښتلو په نتیجه کي یو کس وژل سوی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یادي ترافیکي پېښي د وسایطو چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته سوي دي.
#millatzagh

🙏
1