
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 2, 2025 at 12:03 PM
هينريچ له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه
د سوېلي افريقا کرکټ ملي لوبډلي توپوهونکي هينريچ کلاسن له هر ډول نړيوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.
د هغه د استعفاء خبر د یاد هیواد کرکټ بورډ نن (دوشنبه) پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.
کلاسن له ۲۰۱۸ زېږديز کال راهيسي د سوېلي افریقا له پاره په ټولو فارمټونو او ۱۲۲ نړيوالو لوبو کي د څلورو سليزو او ۱۶ نيمه سليزو په جوړولو درې زره او ۲۴۵ منډي جوړي کړي وې.
د دغه لوبغاړي استعفاء داسي مهال رسنیزه سوې چي، تازه د اسټرالیا ټولچاري (الراونډر) لوبغاړي ګلین مکسوېل هم له ۵۰ اوریزو لوبو سره مخه ښه وکړه.
#millatzagh
