
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 2, 2025 at 03:21 PM
په ۱۰۲ میلیونه افغانۍ د لوړې بند د امکان سنجۍ تړون لاسلیک سوی
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له یوه افغان- جرمن شرکت سره ئې په ۱۰۲ میلیونه افغانۍ د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کي د لوړې بند د امکان سنجۍ مطالعاتو او تفصیلي ډيزاین تړون لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت تازه پر خپله اکسپاڼه لیکلي چي، یاد تړون نن (دوشنبه) د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د یاد شرکت د رئیس سلطان محمد سروري ترمنځ لاسلیک سوی دی.
یاد وزارت لیکلي چي، د دغه تړون پر اساس به ذکر سوی شرکت د کان په بدل کي پر دغه بند پانګونه کوي او په ۱۸ میاشتو کي به ئې د امکان سنجۍ او تفصیلي ډيزاین کارونه بشپړوي.
#millatzagh
