
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 3, 2025 at 02:02 PM
جوزجان کي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله څلور کسان وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.
یاد ریاست پر خپله اکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دغه پېښه نن (سه شنبه) سهار مهال د یوه پاسو او ټکسي د ټکر په نتیجه کي رامنځ ته سوې او د یادي پېښي د رامنځ ته کېدو لامل ئې د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.
په یاده خبرپاڼه کي راغلي چي، په وژل سوو کسانو کي دوه کوچنیان او یو ښځه شامل دي او ژوبل سوي کسان د درملني په خاطر د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول سوي چي، روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ یاد سوی دی.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، تېره ورځ (دوشنبه) په بغلان ولایت کي هم د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان ووژل سول او اته تنه نور ژوبل سول.
#millatzagh

❤️
1