ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 3, 2025 at 02:22 PM
کندهار کي ۴ اورلګېدني رامنځ ته سوي د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤلین وايي، نن (سه شنبه) په دغه ولایت کي د څلورو اورلګېدنو له امله دوه کسان سطحي ژوبل سوي او یو میلیون او ۲۳۰ زره افغانۍ مالي زیان ئې هم اړولی دی. د یادي قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډيو ته ویلي، اورلګېدني د مرکز کندهار ښار اړوند په پنځمه او اوومه ناحیو او ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو کي رامنځ ته سوي چي، بیرته ئې مهاري کړي دي. د جمشید په وینا، لومړۍ دوې پېښي په کورونو، دوهمه د تېلو په یوه پمپ او څلورمه په یوه موټر کي د ویرینګ د شارټۍ پر مهال رامنځ ته سوي او د ټولو د رامنځ ته کېدو لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده. دا اورلګېدني داسي مهال رامنځ ته سوي چي، تازه په بلخ ولایت کي هم د یوې اورلګېدني له امله ۳۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: کندهار کي ۴ اورلګېدني رامنځ ته سوي د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤ...

Comments