ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 4, 2025 at 01:09 AM
رویال چلینجرز د هند تجارتي لیګ اتلولي وګټل د هند ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ لیګ (I.P.L) په پایلوبه کي رویال چلینجرز بنګلور لوبډلي پنجاب کېنګز لوبډلي ته د شپږو منډو په توپیر ماته ورکړه او د دغه لیګ اتلولي ئې وګټل. په یاده لوبه کي بنګلور لوبډلي د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ویرات کوهلي ۴۲ منډو په جوړولو پنجاب ته ۱۹۱ منډي هدف ورکړ او د پنجاب له پاره ارشدیف سنګ او جېمسن درې، درې لوبغاړي وسوځول. پنجاب د اوو لوبغاړو په سوځېدو د شاشانګ شینګ ۶۱ منډو په جوړولو ۱۸۴ منډي جوړي کړې او د بنګلور له پاره بینیشور کومار او کرونال پانډیا دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. دا لیګ د یاد لیګ ۱۸م ځل و او د رویال چلېنجرز بنګلور لومړي ځل و چي، اتلولي ئې وګټل. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: رویال چلینجرز د هند تجارتي لیګ اتلولي وګټل  د هند ۲۰ اوریزه تجارتي کرک...

Comments