
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 4, 2025 at 11:13 AM
کندز کي ۲۰ اوريزه لوبي کېږي
د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګي خبر ورکړی چي، په کندز ولایت کي د واخان په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لوبي پیلوي.
کرکټ بورډ نن (چهارشنبه) په یوه خبري ناسته کي ویلي چي، دغه لوبي به د روان زېږدیز کال د همدې جون پر ۲۸مه په کندز کي پیل او د راتلونکي جولای میاشتي تر اوومي نېټې پوري به دوام وکړي.
د سرچینې په وینا، په دغو لوبو کي به میوند، پامیر، هندوکش او ماهیپر لوبډلي ګډون وکړي.
یادي لوبي لومړی ځل په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کي د قوش تپې جام په نوم ترسره سو چي، بند امیر ګټلی و؛ خو سږ کال ئې نوم واخان ته اوښتی دی.
#millatzagh

❤️
1