ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 4, 2025 at 11:24 AM
تېره میاشت له ایرانه ۱۵ زره کورنۍ راستنې سوي د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په تېره می میاشت کي له ایران څخه ۱۵ زره او ۶۷۵ کورنۍ راستنې سوي دي. د یاد سازمان د افغانستان څانګي پرون (سه شنبه) په یوه راپور کي ویلي چي، د دغو کورنیو له جملې تر ټولو ډېري ۹۵۵ کورنۍ د می پر ۲۹مه له یاد هیواد څخه راستنې سوي دي. په راپور کي راغلي چي، په دغه شمېر کي د روان کال د اپرېل میاشتي په پرتله ۲،۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. که څه هم یاد سازمان په دغه راپور کي له ایران څخه غوښتي چي، له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو ایستل ودروي؛ خو لا هم له دې هیواد څخه سلګونه کورنۍ راستنېږي. دغه خبر داسي مهال ورکول سوی چي، د ایران حکومت د روان زېږدیز کال د جولای میاشتي شپږمه نېټه بې اسنادو افغان کډوالو ته خپل هیواد ته د ستنېدو وروستۍ نېټه ټاکلې ده. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: تېره میاشت له ایرانه ۱۵ زره کورنۍ راستنې سوي د کډوالۍ نړیوال سازمان (I...
❤️ 1

Comments