
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 06:25 AM
د غزني له روغتونونو سره د ۲۵ میلیونه افغانیو مرسته سوې
د غزني ولایت د عامي روغتیا ریاست مسؤلینو خبر ورکړی چي، د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایطو او وسایلو مرسته سوې ده.
د دغه ریاست سرپرست ډاکټر محمد ځیرک پرون (چهارشنبه) روغتیايي مرکزونو ته د دغو وسایلو د ورکولو پر مهال ویلي چي، یاد وسایل د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) په مالي ملاتړ برابر سوي دي.
د ځیرک په وینا، په یادو وسایلو او وسایطو کي اووه امبولانسونه، شپږ الټراساونډ، ۳۳ موټرسایکلان، یوه د اکسېجن دستګاه او ځيني نور توکي شامل دي.
#millatzagh
