
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 07:22 AM
ټرمپ افغانان امریکا ته له ورتګ څخه بند کړل
د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر افغانانو امریکا متحده ایالتونو ته د تګ بندیز لګولی دی.
نړیوالو رسنیو ویلي چي، ټرمپ تازه د یوه اجرائیوي فرمان په لاسلیک کولو سره دغه بندیز پر افغانانو لګولی؛ خو هغه افغانان په دغو بندیزونو کي نه دي شامل چي، د امریکا (S.I.V) دوسیې او په یاد هیواد کي د اوسېدو اسناد (Green cards)ولري.
په راپورونو کي راغلي چي، په دغه فرمان کي د ۱۱ نورو هیوادونو اوسېدونکي هم شامل دي.
دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز د مارچ میاشتي په نیمايي کي هم ټرمپ ویلي چي، د افغانستان په ګډون پر لسګونو هیوادونو امریکا ته د تګ بندیزونه لګوي او پر ځینو نورو د وېزو شرایط سختوي.
#millatzagh

😂
😮
3