ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 07:44 AM
له یوناما د افغانستان د پرمختګونو وړاندي کولو غوښتنه سوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوناما له مشري روزا اوتونبایوا څخه غوښتي چي، نړیوالو ته د افغانستان پرمختګونه او حقایق وړاندي کړي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، متقي نن (پنج شبنه) په کابل کي د یوې لیدني پر مهال له اوتونبایوا څخه دغه غوښتنه کړې او بایوا په دغه برخه کي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. په خبرپاڼه کي لیکل سوي چي، دواړو لورو په دغه لیدنه کي د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو، په بېلابېلو هیوادونو کي د مېشتو افغانانو پر ستونزو، د خصوصي سکټور د ودي، پانګوني د جذب او نورو موضوعاتو په اړه هم خبري کړي دي. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: له یوناما د افغانستان د پرمختګونو وړاندي کولو غوښتنه سوې د بهرنیو چارو...

Comments