ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 08:09 AM
په ۴ ولایتونو کي ۱۴ کسان په درو وهل سوي ستري محکمې ویلي چي، په پکتیکا، خوست، پروان او کابل ولایتونو کي ئې د یوې ښځي په ګډون ۱۴ کسان په درو وهلي دي. یادي محکمې نن (پنج شنبه) په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي چي، دغه کسان ئې یو کس د پکتیکا ولایت په سره روضه ولسوالۍ کي د غلا، د یوې ښځي په ګډون ئې دوه کسان د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کي د ښځي تښتولو او کور څخه تښتېدلو او ۱۱ کسان ئې په کابل او خوست ولایتونو کي د نشه یي توکو خرڅولو په تور په درو وهلي دي. په خبرپاڼو کي راغلي چي، د دغو کسانو له ډلي د کابل، خوست او پکتیکا تورن کسان په تنفیذي بندونو هم محکوم سوي دي. دا کسان داسي مهال په درو وهل سوي چي، تېره سه شنبه هم یادي سرچینې په پروان او بلخ ولایتونو کي د یوې ښځي په ګډون څلور کسانو ته د درو وهلو خبر نشر کړی و. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: په ۴ ولایتونو کي ۱۴ کسان په درو  وهل سوي ستري محکمې ویلي چي، په پکتیکا...

Comments