
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 08:25 AM
د کندهار له زندانه ۲۶۰ کسان ازاد سوي
ستري محکمې ویلي چي، د سرپرست رئیس قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د هدایت پر اساس د کندهار له عمومي زندان څخه ۲۶۰ تنه بندیان ازاد او د درو نورو کسانو د بند مودې کمي سوي دي.
نن (پنج شنبه) له ستري محکمې څخه ملت ږغ راډيو ته په راغلې خبرپاڼه کي لیکل سوي چي، یاد کسان د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت له عمومي زندان څخه ازاد سوي دي.
دغه خبر داسي مهال ورکول سوی چي، پرون (چهارشنبه) هم ستري محکمې د لوی اختر په مناسبت د نیمروز، خوست، کابل، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشېر او کاپیسا له زندانونو څخه ۱۵۵۹ تنه بندیان ازاد او د ۹۵۰ نورو بندیانو د بند مودې ئې ورکمي کړې.
#millatzagh
