
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 10:17 AM
په ۲۰ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ریاست سبا (جمعه) په ۲۰ ولایتونو او سالنګونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت پر خپله اکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دغه اټکل په میدان وردګ، بامیان، پکتیا، کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، پروان، کاپیسا، بدخشان، تخار، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو کي سوی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د باران وورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کي له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو او د باد سرعت به په یوه ساعت او شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پوري وي.
#millatzagh
