ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 12:24 PM
د چمن- سپین بولدک لار به اختر کي هم خلاصه وي د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کي د افغانستان کمېسارۍ خبر ورکړی چي، د چمن- سپین بولدک لار به په لوی اختر کي هم د مسافرو پر مخ خلاصه؛ خو د ټرانزیټ پر مخ به بنده وي. یادي کمېسارۍ نن (پنج شنبه) ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، دغه پرېکړه د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ تر یو لړ خبرو کولو وروسته سوې ده. په خبرپاڼه کي راغلي چي، د اختر په لومړيو څلورو ورځو کي به دغه لاره د غرمې له ۱۲ بجو څخه د ماځیګر تر څلورو بجو پوري د دواړو خواوو د مسافرو ‎پر مخ خلاصه وي او تر څلور ورځي وروسته به بیرته په عمومي ډول د مسافرو او ټزانزیټ پر مخ خلاصه سي. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: د چمن- سپین بولدک لار به اختر کي هم خلاصه وي د کندهار ولایت په سپین بو...

Comments