ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 01:35 PM
۱۵ میلیونه کسان له لوږي سره مخ دي د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) په افغانستان کي د لوږي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، دا مهال ۱۵ میلیونه افغانان له لوږي سره مخ دي. د یاد پروګرام د افغانستان څانګي نن (پنج شنبه) پر خپله اکسپاڼه په یوه راپور کي ویلي چي، د دغو کسانو، کډوالو ته د مرستو برابرولو او د هوايي مرستو د بیرته پیلولو له پاره په مجموعي ډول ۶۸۵،۵ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. په راپور کي راغلي چي، په دغه بودجه به د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتي پوري میلیونونو افغانانو ته په یادو برخو کي خدمات برابر کړل سي. دغه اندېښنه داسي مهال څرګنده سوې چي، تر دې مخکي هم یاد پروګرام په یوه راپور کي ویلي و، په هرو پنځو افغانانو کي یو ئې له لوږي سره مخ دی. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: ۱۵ میلیونه کسان له لوږي سره مخ دي د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) په افغ...

Comments