
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 01:57 PM
غزني کي په ۱۳ میلیونه افغانۍ د ۳ پروژو کارونه پیل سوي
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت خبر ورکړی چي، د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کي ئې په ۱۲،۷ میلیونه افغانۍ د درو پروژو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، په دغو پروژو کي د کلیوالي سړکونو، ګبیونونو، دېوالونو او پلچکونو جوړولو شامل دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په دغو پروژو کي لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره سوې ده.
#millatzagh

❤️
1