ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 02:32 PM
ازبکستان له افغانستان سره شاوخوا ۱۵۰ مټریک ټنه مرسته کړې د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چي، ازبکستان ورسره شاوخوا ۱۵۰ مټریک ټنه د خوراکي توکي مرسته کړې ده. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاده مرسته نن (پنج شنبه) د یاد هیواد د مسؤلینو له خوا د همدې ولایت چارواکو ته سپارل سوې ده. په خبرپاڼه کي راغلي چي، په دغه مرسته کي ۴۸ مټریک ټنه اوړه، ۲۹ مټریک ټنه وریجي، ۲۲ مټریک ټنه بوره، ۱۰ مټریک ټنه لوبیا، ۱۰ مټریک ټنه مۍ، ۲۰ زره لېټره غوړي او ۲۰۰ زره پاکټه آش شامل دي چي، په دغه ولایت کي به پر اړمنو کسان ووېشل سي. دغه خبر داسي مهال ورکول سوی چي، د تېري غوایي میاشتي پر ۲۲مه هم یاد هیواد له افغانستان سره ۲۶،۳ مټریک ټنه کرهڼیزه مرسته وکړه. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: ازبکستان له افغانستان سره شاوخوا ۱۵۰ مټریک ټنه مرسته کړې د بلخ ولایت م...
❤️ 👍 😂 5

Comments