ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 5, 2025 at 03:00 PM
کندهار کي د نژدې ۳ نیم زره څارویو د قاچاق مخنیوی سوی د کندهار ولایت د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کي ئې د شپږ زره او ۳۲۲ سره څارویو د قاچاق کولو مخنیوی کړی دی. دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، یاد پسونه نن (پنج شنبه) په رېګستان، سپین بولدک، شورابک او معروف ولسوالیو کي نیول سوي چي، پاکستان ته قاچاق کېدل. په خبرپاڼه کي راغلي چي، د همدې پسونو له جملې درې زره او ۷۲ پسونه په سپین بولدک، ۱۷۹۳ پسونه او ۱۳ غوايي په رېګستان، ۱۰۰۰ پسونه په شورابک او ۴۴۴ نور په معروف ولسوالۍ کي نیول سوي دي. دغه خبر داسي مهال ورکول سوی چي، د رواني اوونۍ په پیل کي هم دغه ریاست په سپین بولدک او رېګستان ولسوالیو کي یاد هیواد ته د ۷۹۰ سره پسونو د قاچاق کولو د مخنیوي خبر ورکړ. #millatzagh
Image from ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio: کندهار کي د نژدې ۳ نیم زره څارویو د قاچاق مخنیوی سوی د کندهار ولایت د ...
🙏 ❤️ 👍 5

Comments