
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
June 12, 2025 at 02:20 PM
لوی اختر کي ۲۰۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت اړوند د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وايي، د تېر لوی اختر له عرفات ورځي راهیسي بیا د همدې اختر تر څلورمي پوري په ټول هیواد کي د ترافیکو پېښو له امله ۴۳ کسان وژل سوي او ۱۵۸ تنه نور ژوبل سوي دي.
یاد ریاست نن (پنج شنبه) پر خپله اکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کي دغه شمېرې رسنیزي کړي او ویلي ئې دي چي، یاده مرګ ژوبله په ۱۱۷ ترافیکي پېښو کي د وسایطو چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په وژل سوو کسانو کي ۳۱ نارینه، ۱۰ ښځي او دوه تنه کوچنیان او په ژوبلو سوو کسانو کي ۱۲۳ نارینه، ۲۴ کوچنیان او ۱۱ تنې ښځي شاملي دي.
#millatzagh
