سپین لاروی
سپین لاروی
May 14, 2025 at 04:30 PM
نصابونه بدل کړئ، که نه نو نسلونه له لاسه ورکوئ! د دیني زده کړو اصلاح: د دیني زده کړو نصابونه د هرې زمانې د غوښتنو، ضرورتونو، سیاسي او اجتماعي شرائطو او د مسلمانانو د موجود وضعیت  په پام کې نیولو سره جوړیږي او د زمانې او حالاتو له بدلون سره په دیني نصاب کې د مضامینو بدلون هم ضروري وي. او همدغه له انبیاؤ او امتونو سره د الله (جل جلاله) سنت هم دي. الله (جل جلاله) د هرې زمانې پيغمبر او امت ته جلا جلا شریعت او منهج چې په اصولو کې سره متحد ول رالېرلی دی. که داسې نه وي نو هماغه د آدم عليه السلام صحیفی به یی تر قیامته په انسانو مقررې کړې وای او د بېلابېلو صحيفو او کتابونو نازلولو ته به ضرورت نه و. خو دا کار حکیم او علیم رب ځکه نه دی کړی چې د هرې زمانې بېلې غوښتنې او شرائط وي. همدغه ډول زمونږ په شریعت کې د ناسخ او منسوخ فلسفه هم ده. د دې په څنک کې دا هم ګورو چې په مکي عهد کې شریعت یوه بڼه درلوده، په (مدني عهد) کې يې بيا بله بڼه غوره کړه او د رسول الله ﷺ تر وفات وروسته بیا د صحابه و کرامو د اجتهاد دلیل هم په شریعت کې ور اضافه شو او وروسته بيا د اجماع، قياس، استصحاب، استحسان، سدّ ذرائع، مفهوم المخالفة، مصالح مرسله، قول الصحابي، عمل أهل المدينة او نورو شرعي دلائلو اضافه هم د فقهي مذاهبو په شکل کې را منځته شوه. دغه ټول بدلونونه پداسې شکل کې راتلل چې د شریعت اصل ورکښې محفوظ پاتې کېده. او دا هر څه د دې خبرې دليل دی چې د هرې زمانې حالات بېل نصاب او بېل مضامين غواړي. آیا په اوسنی زمانه کې به ډېره عجيبه نه وي چې اسلامي نړۍ او مسلمان امت راڅخه د کمونيزم، الحاد، مادیت، ډیموکراسۍ، لیبرالیزم، نشنلزم او گلوبلایزیشن بلاگانو په خوله کې نيولی وي او مونږ اوس هم په خپل ديني تعليمي نصاب کې د زرو کلونو پخوانيو كلامي او فلسفي فرقو او مذاهبو په هکله معلومات تدریسوو ؟! ولې د دې زمانې هغه فلسفي، نظريات او مذهبي فرقې تر ګوزار لاندې نه نیسو چې د میلیونونو مسلمانانو ایمان او عقیده یې ورخرابه کړې او لا یې ورخرابوي. آیا زمونږ په کومه ديني مدرسه يا كوم ديني تعليمي نصاب کې د معاصر كفر د اشکالو او انواعو په هکله مضامین تدریسیږي؟ آیا مونږ پرون د کمونیزم د نظرياتو او نن د غربي (لادينه) سیکولر نظریاتو د خپرېدو مخنیوی وکړای شو؟ که مو نه وي کړی نو باید له خپل تعلیمی نصاب څخه ټول زاړه بی ضرورته او اضافی ګرامري مضامین وباسو او پر ځای يې د مطلوبې اندازې ګرامري مضامينو ترڅنګ خالص شرعي علوم او هغه مضامین چې معاصر اسلامي فکر ورته شديد ضرورت لري لكه سیرت او اسلامي تاريخ سياسي او اجتماعي علوم او د اسلامي نړۍ د اوسني وضعیت او د هغه د موجودو مشکلاتو په اړه مضامین وراضافه کړو، ترڅو د نن ورځي د مدرسې طالب د نن او د سبا د فکري، عقائدي، سياسي اجتماعي مشکلاتو مقابله وکړاى شي!
❤️ 👍 💯 🤍 🫀 20

Comments