
سپین لاروی
May 17, 2025 at 06:25 AM
*دغلامی وروستی حد*
*مړ ضمیر مړ وجدان*
*دامت دشاهانو لویه بی غیرتی*
*دابن ولید او ابن خطاب په وطن کی*
*دنه لیدو وړ ننداره*
*دمسلمانو میندو عفت تر پښو لاندی*
*دبن زیاد او بن نصر نشتون*
*د عمر اوقعقاع رعب هیریدل*
*تللی برم او تللی عزت*
دا دتاریخ داسی یوه کیسه ده چه قلم یی دلیکلو تاب نه لری دا تاریخ به سنګه لیکل کیږی ایا تاریخ تکراریدونکی دی که به امت دداسی غټی بی شرمی سره نه وی مخ شوی ایا دا دابو عبدالله دتاریخ نه هم غټ شرم نه دی؟ ابوبکر صدیق رض وایی چه هر هغه قوم چه جهاد ونه کړی الله به یی بی عزته کړی ایا تردی لویه بی عزتی او زلالت شته چه یو مسمان حاکم دی خپله لور یا خپله خور د دجال استقبال ته په داسی حال کی ودروی چه ویښتان یی پر اوږو او د ستر هیڅ علامه نه وی او د غلامی اظهار کوی داسی یو دجال چه دمیلیونونو بی ګناه معصومو ماشومانو،میندو،پلرونو... قاتل ګڼل کیږی دجال ته دملیونو ډالرو تحفی ډالی کیږی دجال ته د سرو زرو لوی لوی میډالونه ورکول کیږی دجال ته د لویو تیارو ډالی ایښودل کیږی ددجال مخی ته په ټیټ سر دامت شاهان دریږی ایا تر دی لویه بی غیرتی او زلالت شته؟ خو بل طرف ته د همدی امت یو ټوټه هره ورځ داور په لمبو سوځول کیږی هره ورځ په سلاوو دزړه ټوټی ماتیږی دیوغوړپ اوبو په ارمان دی دیوی ګولی ډوډی پسی یی زړه ماتیږی محراب شهید ممبر شهید ټول امت تجزیه؛ کوم امت؟ هو هغه امت جه له شرق تر غرب یی دغیرت کیسی کیدلی هغه امت چه دشجاعت او غیرت څلی یادیدل هغه امت چه د غیرت نوم یی تاریخ په خپل غیږ کی په زرینو الفاظو لیکلی هغه امت چی دیوی مسلمانی خور دعزت ساتلو په خاطر یی ټول فوج مارش کړ هغه امت چه دنړی نه یی تیاری وایستلی نن د غربی پاچاهانو لپاره دغلامی سر ټیټوی او خپلی معصومی لورانی دهغوی استقبال ته په لارو کی دروی.
*#دافـــســوس_ځای*
*#زاهـــدانـــس*

😢
❤️
😭
🤲
14