سپین لاروی
سپین لاروی
May 19, 2025 at 02:35 PM
*نن موږ په کومې مرحلې کې قرار لرو؟* موږ هغه پړاو ته رسېدلي یو، چې امت نه ماته خوړلې، نه بریالۍ ده! نه ژوندۍ ده، نه مړ! یوه اوږده خوسا چوپتیا ده، چې د مرګ او ژوند ترمنځ غځېدلې ده! موږ د بې‌خبرۍ تر ټولو خطرناکه حالت ته رسېدلي یو: موږ ګورو چې دښمن زموږ ذهنونه نیولي، خو مقاومت نه کوو! موږ ته معلومه ده چې اسلام یو بشپړ نظام دی، خو باور پرې نه لرو! دا مرحله د امت د تاریخ تر ټولو حسّاسه دوره ده، دښمن نور توره نه *راکاږي، دښمن نور دین نه بندوي، بلکې د دین منځ تشوي، هغه، دین پرېږدي، چې بې روح، بې عقل، او بې هدفه شي. دا مرحله، د تېر استعمار پایله نه ده؛ بلکې د یو نوي استعمار پیل دی، د فکر، شعور، فرهنګ، اقتصاد او سیاست د قبضې استعمار. نو که موږ اوس هم ویده پاتې شو، دا مرحله به نه یوازې زموږ ایمان واخلي، بلکې زموږ اولادونو ته به داسې میراث پرېږدي چې "اسلام" به یواځې یو نوم وي، نه نظام، نه عزت، نه ژوند. نو دا پوښتنه د ځان نه وکړه چې زه به د تاریخ د دې مرحلې څنګه انسان ثبتېږم؟ *ویښ؟* که ويده؟ *#زاهـــدانـــس*
Image from سپین لاروی: *نن موږ په کومې مرحلې کې قرار لرو؟*  موږ هغه پړاو ته رسېدلي یو، چې امت...
❤️ 🫀 👍 😢 😰 11

Comments