سپین لاروی
سپین لاروی
May 25, 2025 at 05:07 PM
*د عصر غوښتنې!* که غواړو چې د بریا پر لور حرکت وکړو، نو اړ یو چې ځان د وخت له غوښتنو سره برابر کړو. نن سبا د کفر عصري فکري مکاتب، لکه سیکولریزم، سوسیالیزم، ډیموکراسي او ورته نور، د غالبو فکري نظامونو په توګه راڅرګند شوي او د اسلامي نړۍ په فکري فضا کې پراخ نفوذ لري. په داسې حال کې، زموږ علما او فکري مشران باید ولس فکري توګه وروزي، تر څو د دې باطلو افکارو ښکار نه شي. پر دې تمرکز کول چې مسلمان نسل دې د معاصر کفر له فکري یرغل څخه وساتل شي، د دې دورې یوه مهمه اړتیا ده. د اسلامي تاریخ پخوانیو باطلو فرقو (لکه معتزله، مرجئه، جبریه، او نور) د رد اړینه معرفت ده، خو دا چې موږ له سلګونو کلونو وروسته هم په منبرونو او درسي حلقو کې همدا بحثونه تکراروو، خو د عصر معاصر فکري ستونزې مو نالیدلې پرېښې، دا یوه ستره تشه ده. باید دا درک کړو چې نن ورځ فکري جګړه بله بڼه لري، او که موږ هماغه زړې نمونې تکراروو، نو نسلونه به مو له واقعي خطر سره مخ وي. اوسنی تعلیمي نصاب، که هغه د مدارسو وي او که د رسمي ښوونځیو، تر ډېره د پخوانیو پېړیو د اړتیاوو پر بنسټ جوړ شوی. دا نصاب تر اوسه له پوره تجدید او اصلاح پرته پاتې دی. دا یو څرګند حقیقت دی چې موږ د عصر له غوښتنو سره سم نه یو روان، بلکې د وخت له کاروانه وروسته پاتې یو. که دا حالت همداسې دوام ومومي، نو ممکن لسګونه کاله درس ووایو، او په پای کې وپوهېږو چې د معاصر وخت اړین مسایل مو نه دي زده کړي، نه مو درک کړي، او نه مو حل لارې ورته وړاندې کړي دي.
❤️ 💯 🫀 11

Comments