
سپین لاروی
June 3, 2025 at 06:58 AM
*کله چې فکرونه زنداني وي!*
موږ ښايي ازاد ښکاره شو، خو تر ټولو خطرناک بند د فکر بند دی.
هغه ملت چې خپل تاریخ ته شکمن وي، خپل ارزښتونه ورته بې معنا ښکاري، او د بل تقلید د افتخار ځای نیولی وي هغه ملت نه ازاد دی، نه ژوندی!
ذهني استعمار موږ ته دا را زده کوي چې زموږ دین زوړ دی، د ژوند له قافلې پاتې دی. زموږ تاریخ د شرم وړ دی. پردی فرهنګ او ژبه د پرمختګ نښه ده!
خو دا فریب دی. فکري بیداري هغه مهال راځي، چې موږ خپل ذهن له شک، شرم او تقلید نه خلاص کړو.
مالک بن نبي وایي:
ملت هغه وخت راژوندی کېږي، چې د استعمار د منلو وړتیا له فکره وباسي.
راځئ، خپل فکرونه ازاد کړو!
*#ذهني_استقلال*
*#زاهـــدانـــس*

👍
❤️
4