المرصاد پښتو
May 15, 2025 at 05:31 AM
https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d8%9b-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%be%d9%87-%d9%86%d9%88%d9%85-%d8%af-%d8%ba%d8%b1%d8%a8-%d8%ac%d9%88%da%93%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%da%89%d9%84%d9%87-%da%85/ *داعش؛ د اسلام په نوم د غرب جوړه شوې ډله!* *څلورمه برخه* *جنید* په تېر وخت کې اسلام هېڅکله دومره نه و ننګول شوی، لکه دا مهال چې له داخل نه ننګول کېږي؛ نو په همدې وجه پر موږ واجب ده چې په دې اړه ځواب ووایو او زموږ دا ځواب به هم عقلي وي او هم منطقي، د داعش (ISIS) ایډیالوژي د منطق پر یوه داسې پېچلي سیسټم ولاړه ده چې سپېڅلي نصوص د کلام له سیاق نه جلا کوي، او همدا راز د دوی ايډيالوژي له داسې بې ځایه حیلو څخه عبارت ده چې د دوی له منحرفو ذهنونو څخه سرچینه اخلي. داسې ډېر دلایل شته چې د داعش ادعاوي له منځه وړي او له شریعت سره د دوی چلند برملا کوي؛ خو دغه دلایل په هغو نصوصو کې نغښتي دي چې عادي لوستونکي لاسرسی نه لري او نه پرې پوهېږي، مونږ د عوامو د ښه پوهولو لپاره د داعش او د هغوی د وحشت په وړاندي د سني مسلمانانو دریځ روښانه کړی. همدا راز دا د داعش په مخالفت کې عقلي او منطقي هڅه ده، یوازي د دې لپاره نه چې د دوی پر کمزورو روایتونو باندي رد وسي، بلکې د دې لپاره هم چې د دې ډلي دیني دریځ او د دوی له خوا د اعلان سوي خلافت په اړه په ډېر احتیاط سره به په داسي مضبوطو دلایلو سره ثابت کړو چې دا اسلامي دولت نه، بلکې دا د جنایتکارانو او د غرب جوړه شوې یوه بې لارې ډله ده چې د کرکي، نفرت او همدا راز د قدرت تندي رامنځته کړې ده، او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اسلام هسې د یو پلمې په توګه کاروي. په دې روان بهیر کې به ان شاءالله زموږ رد پر داعش د څو بېلا بېلو ډلو لپاره په پام کې نیول سوی وي: اول د هغو مسلمانو ځوانانو لپاره چې د داعش له پرو پاګند نه متاثر سوي دي، په داسې حال کې چې هېڅ قانوني ځواب نه لري، دوهم د هغو مسلمانانو لپاره چې د داعش له خوا د رامنځته شویو مذهبي او شرعي ننګونو په اړه د ځواب موندلو په لټه کې دي. دریم د هغو ځوانانو لپاره چې تازه له داعش سره یو ځای کېږي؛ تر څو په دې ثابتولو کې مرسته ورسره وسي، چې داعش د اسلام څخه منحرفه ډله ده، او د دې ډلي مشر سره بیعت کول هسې یو بې ځایه کار دی. څلورم د هغو مسلمانانو وړونو لپاره چې دوی حیران دي او نه پوهېږي چې د دې غربي ډلي پر وړاندي جګړه کې وژل کېدل شهادت دی که بدبختي؛ نو موږ به ان شاء الله په راتلونکو برخو کې دا روښانه او ثابته کړو چې د داعش پر وړاندي جګړه یوه مذهبي او واجبه جګړه ده.
❤️ 👍 22

Comments