المرصاد پښتو
May 17, 2025 at 03:38 PM
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%b4%d9%87%d9%8a%d8%af-%da%89%d8%a7%da%a9%d9%bc%d8%b1-%d9%81%db%8c%d8%b5%d9%84-%d9%85%d8%b4%d8%a7%d9%84-%d8%aa%d9%82%d8%a8%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af/ *د شهيد ډاکټر فیصل "مشال" (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!* پيژندنه: شهید ډاکټر فیصل مشال د مدیر همیشه ګل زوی، د شهید شیرګل لمسی، په ۱۳۷۹ هـ.ش کال د وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ، د مملو کلي د شهید شیرګل خان په جهاد پاله، دین پروره او متدینه کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې. زده‌کړې: شهید ډاکټر فیصل مشال خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي له ملا امام څخه پیل او په ۱۳۸۶ هـ.ش کال د خالد بن ولید رض په عالي لېسه کې شامل شو. د لیسې د درسونو تر څنګ یې د قرآن عظیم الشان حفظ د عبدالله ابن مسعود رض په دارالحفاظ کې پیل کړ او په ۱۳۹۷ هـ.ش کال له دولسم ټولګي څخه فارغ شو، له فراغت وروسته یې په کابل کې متوسط طب شروع کړ. اخلاقي ځانګړنې: ځیرک، تقواپاله، زړور، د ذکر او عبادت څښتن، او د ملګرو ترمنځ د اعتماد وړ مجاهد و. جهادي مبارزه: لا یې د ژوند غوټۍ د ځوانۍ په درشل قدم نه و اېښی، چې د جهاد مینې ورباندې غلبه وکړه، او د خپل شهید شوي ورور خالي سنګر دې ته پرېنښود، چې په آرامه او ګرمه حجره کې استراحت وکړي، بلکې ده هم د ورور او نورو باتورو ځوانانو په شان ځان د شهید نافذ تقبله الله د کاروان له ملګرو سره یو ځای او خپله جهادي مبارزه یې په ډېر کم عمر کې پیل کړه. د کورنۍ قربانۍ: مشر ورور یې ویل: د ده عمر کم و ان پنځلس کلن هم نه و او بل دا چې زموږ کورنۍ څلور شهیدان ورکړي وو. درې د کاکا زامن او یو هم ورور، د کاکا زامن: شهید صفت الله حقیار د کندهار تعلیم او تربيې ته بریالی شوی و، شهید عظمت الله عظمي دولسم ټولګي متعلم و، شهید عنایت الله همت د هلمند زراعت لوست، او شهید لطف الله مشال د کندهار د اقتصاد پوهنځۍ د دریم ټولګي محصل و. د شهیدانو د سر په قطار کې مو قرار درلود. د غم کاسه مو ډکه وه، نور مو توان نه درلود، چې د ځوانانو غم وزغَمو ځکه مې ده ته اسرار کاوه، چې ته خپلو درسونو ته متوجه اوسه خپل درس ووایه، ته تر اوسه ماشوم او صغیر یې، ده راته نرمه موسکا وکړه او راته مخ یې کړ، ویل یې آيا ته نه غواړې ستا کوچنی ورور د الله ج په حضور کې ټوک، ټوک ولاړ وي، د خپل ورور او د کاکا زامنو سره یو ځای شي او زیاته یې کړه، چې ته د همدې عصر ځوانان وګوره! کوم افعال دي چې دوی یې نه کوي او زه هم د هغې ځوانانو په حال افسوس کوم او بس؛ نو ماهم ور زیاته کړه، چې فیصل جانه! الله ج د سره له ټولو غازیانو مل او ملګری شه. د جهاد په ډګر کې: مخکې مو وویل: چې ډاکټر فیصل مشال خورا ځیرک، هوښیار او د پوره حوصلې خاوند و او په هر حالت کې یې د رب العلمین ذکر کاوه، په همدې وجه به ملګرو حتما هر کمین او تعرض کې د ده په شتون اسرار کاوه، تر څو دی موجود وي، ځکه دده په کم عمر کې شجاعت او تقوا دارۍ په ټولو ملګرو کې خاص ځای درلود. نوموړی د خپلې جهادي مبارزې د لوړاوي په خاطر له ملګرو سره یو ځای فزیکي تمرینات ترسره کول، ترڅو د دښمن پر وړاندې د یو ښه بیداره، ځیرک او مقاوم مجاهد په توګه خپله مبارزه ترسره کړي، شهید ډاکټر فیصل مشال به په ټولو نظامي تحرکاتو کې د خپلو مشرانو او ملګرو تر څنګ د یو باتجربه، ځیرک او زړور مجاهد په حیث رول ادا کاوه. د ده یو تن ملګری زياتوي: په نظامي ډګر کې دده د زیاتو سرښېدنو، زړوړتیاوو او نظامي تکتیکونو عيني شاهد یم. شهید ډاکټر فیصل مشال به په هر ډول نظامي عملیاتو او سختو حالاتو کې د مشرانو او نورو ملګرو تر څنګ د اعتماد یوه بلګه و. شهید ډاکټر فیصل مشال به تل د اسلام او مسلمانانو د هر ډول دښمن پر وړاندې تر ټولې د سختې او کارنده مبارزې تکل درلود. ددې تر څنګ چې په خپله سیمه کې یو فعال مجاهد و، په کابل کې د متوسط طب یو تکړه، با استعداده، هوښیار او تقوا داره محصل هم و. ورور یې ویل: د ده تر شهادت وروسته کوم بلند منزل کې، چې د فیصل مشال اطاق و، هغې ته زه ورغلم، که د اطاق کرایه پرې پاتې وي هغه به ورکړم. نو یاد کس له ځانه سره کښېنولم او دده د دیانت، تقوا او پرهیز ګارۍ په اړه یې مجلس پداسې حال کې راسره پیل کړ، چې له سترګو یې د اوښکو سېلاب جاري او په ژړغوني غږ یې مجلس ان تر دوه ساعته پورې اوږد کړ او ویل به یې چې که ټوله ورځ دده په اړه خبرې وکړم او یا دده له دیانت، تقوا، پرهېزګارۍ او خوش اخلاقۍ څخه ووایم بیا هم نه تمامېږي او زه پدې سوچ کې ډوب وم؛ ما ویل چې سکه ورور یې شهید شوی. تر مجلس وروسته مې ور زیاته کړه، که په فیصل جان باندې ستاسې دَین (قرض ) وي زه آماده یم چې اداء یې کړم، تر سلګو وروسته یې زیاته کړه، د هېچا دَین نشته ورباندې. د بسترې خبره مې ور یاده کړه، ما ورته ویل: د فیصل جان بستره مور جانې غوښتې ده او غواړم له ځانه سره یې یوسم. ښه شېبه يې وژړل وروسته یې وویل: هغه زه د یو یادګار په ډول له ځانه سره ساتم، هر څه اسرار مې وکړ خو امکان نه و چې کور ته یې له ځانه سره یوسم. اخلاق او ټولنیز سلوک: له ټولو مجاهدینو، کلیوالو او عامه مسلمانانو سره یې داسې رویه کوله، تا به فکر کاوه د کلونو شناخته یې دی. له اخلاقي اړخه که څومره هم د شهید فیصل مشال تقبله الله یادونه وشي او یایې زه په اړه لیکنه وکړم، بیا به دده له اخلاقي بُعد یا برخې څخه کمه وي. د شهید فیصل مشال د ټولې مبارزې، قربانیو او هلو ځلو یوازنۍ موخه او هدف د الله ج پر ځمکه د الهی قوانینو نفاذ او د یو سوچه سپڅلي اسلامي نظام جوړښت و. شهادت: شهید فیصل مشال تقبله الله د وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په زیاتو تعرضي عملیاتو کې د شهادت په تکل فزیکي حضور درلود. تر څو د شهادت ویاړ ترلاسه کړي او د خپل رب ج سره ملاقي شي. خو د رب العلمین فیصله بله وه. بلکي الله ج مجاهدینو ته ستره بریا (فتحه) ور په نصیب کړه او له خپلو هم سنګره ملګرو سره یو ځای کابل ته داخل شو، له فتحې ورسته یې له مشرانو غوښتل ترڅو د باغیانو په مقابل کې خپل اصلي هدف د شهادت لوړ او عزتمند مقام تر لاسه کړي، خو د ملګرو لخوا اجازه نه ورکول کېده او شهېد فیصل له وخته د شهادت جام ته تږی ناست و. بلآخره د مبارکې فتحې په جریان کې دوی ته د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون د امنیت نېونې امر وشو، تر څو د یاد رغتون امنیت خوندي وساتي او دوی هم د مشرانو امر ته لبیک ووایه او خپل مسوُلیت ته یې ادامه ورکړه. لا به د مبارکې فتحې درې میاشتې نه وې تېرې شوې، چې شهید فیصل مشال تقبله الله د غرمې پرمهال په قراول کې پهره کوله، تر څو نور ملګري خپله غرمني په آرامه نوشجان کړي، د ملعونو داعشیانو انتحاري پر موترسایکل سپور کس په قراول باندې انتحاري حمله وکړه، ددې کرغېړن او شوم هدف په نتیجه کې شهید فیصل مشال خپله اصلي تمنا پوره او د حقیقي سفر په لور له خپل رب ج سره ملاقي شو. نَحسَبُهم کَذالِک وَالله حَسَیبُهُمْ. خاطرې: لومړۍ خاطره: د ورور له خولې : په کور کې شهید ډاکټر فیصل مشال زموږ کشر ورور و، په مورجانه هم ډېر ګران و، اما په کورنۍ که به چې کله کومه خبره مینځ ته راغله، ده به حل او فصل کوله او یا به یې پلار، مور یا د کورنۍ نورو غړو ته داسې مشوره ورکړه، تا به ویل چې دا مشوره یا فیصله یو غټ شخصیت یا د جرګو فیصله کولو کوم مَلَک کړیده. په عُمر کوچني و اما په ذهن او فکر بیا د کورنۍ مشر و. دوهمه خاطره: موږ په اومه حوزه کې وو او دوی په څلور سوه بستریز روغتون کې، د غرمې وخت و، زه له فیصل مشال سره په ټلېفوني خبرو بوخت وم، را ته ویل یې: په والیبال کې مې لاس خوږ شوی، ډاکټر ته مې نوبت نیولی ورورسته له یوې نیمې بجې نوبت رارسېږي، د لاس تداوي کوم. تر دې وروسته یې وویل: بیا به وروسته ګفه کوو. ماته هم ملګري ډوډی ته انتظار و، کښېناستم او ډوډی مو پیل کړه، لږ وروسته ملګري ته ټليفون راغی ورته ویل یې: عبدالحق څلور لارې سره چاودنه وشوه، هغې موبایل بند کړ، ما ویل فیصل ته یاده سیمه نیږدې ده، زه به معلومات وکړم موبایل مې OK کړ زنګ نه ورته کېده، بل ملګري ته زنګ راغی هغه ته وویل شول، څلور سوه بستریز روغتون کې چاودنه وشوه، دې سره مې د زړه ضربان زیات شول، وارخطا شوم په بیړه مې فیصل جان ته زنګ وکړ، خو ځواب یې رانه کړ، بیا، بیا مې کوښښ وکړ، دې سره مې څلورم ځل زنګ وواهه، موبایل یې اوکې کړ، ما ورته وویل: فیصله جوړ یې!! خیرت خو به وي! هله زر کوه ځواب راکړه! له هغې خوا مې داسې غږ واورېد، لکه د اسرافيل ع شفېلۍ چې زنګ وهلی وي، ځای پرځای پر ځمکه راپرېوتم، ښه شېبه چوپتیا خوره شوه، خپلې هیلې مې په اوږو رابار شوې، له ځان سره مې ویل: نور به فیصل جان په دې نړۍ کې نه وي، اخ ورورکه زه د چا ته پرېښودم، زه به په خپلو اوږو ستا پنځمه جنازه کور ته څنګه وړم، مورجانې سره به څنګه مخ کېږم، پوهېږئ هغه په تلېفون کې څه راته ویل: ویل یې فیصل شهید شو!!! اوس مې هم هغه آواز په غوږونو کې انګازې کوي، له ځان سره تکراراً وایم، فیصل شهید شو، فیصل شهید شو. فیصل... ورور یې ویل: زموږ خوږه مور جانه تل وایي: د یوه زوی د استراحت بستره مې کندهار کې پاتې شوه او د بل زوی بستره مې کابل کې پاتې شوه. دا خبره یې موږ هم کله، کله وژړوي. هغه وایي: د زامنو بسترې مې راته راوړئ! کله، کله خو به یې د دیدن تنده پرې ماتوم. یادونه: دواړه شهیدان وروڼه محصلین وو.
😢 ❤️ 👍 46

Comments