المرصاد پښتو
May 18, 2025 at 09:26 AM
https://almirsaad.com/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%86%d8%b8%d8%a7%d9%85-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%d9%8a-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d8%b3%d8%aa-%d8%a7%d8%b1%d8%b2%da%9a%d8%aa/ *په اسلامي نظام کې د بهرني سیاست ارزښت!* *عزیز باران* په عمومي ډول سیاست د ژوند کولو، له نورو څخه د خپلو ارزښتونو او ګټو د ساتنې هنر دی چې په ورباندې له پوهېدو سره یو نظام د نړۍ د سلګونو نظامونو او قدرتونو منځ کې ژوندی او فعال پاتې کېږي او د پرېکړې د کولو او پلانونو د عملي کولو لپاره خپلواکي لري، ددې تګلارې د تعقیب لپاره د بهرني سیاست یا پالیسي موضوع هم ډېره مطرح کېږي،  بهرنی سیاست د ملتونو او هېوادونو د ټولنیز – سیاسي ژوند یوه مهمه وجه ګڼل کېږي، ځکه چې پایښت او ژوند یې له بهرني سیاست سره تړلی دی، له همدې امله د اوسنۍ نړۍ په دیپلوماټیکو اړیکو او پالیسي کې بهرنی سیاست یو مهم بحث دی. د اسلام مبارک دین هم د یوه الهي او ابدي نظام په توګه له غوره بهرني سیاست څخه برخمن دی او اساسات یې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص په ژوند، کړو وړ او هغه مهال له حکومتونو سره په چلند اېښودل شوي دي، قرانکریم په سیاسي مسایلو کې د کلیاتو تر حده اشاره لري چې د بهرني سیاست اصول ورڅخه را اېستل کېږي او پر څو مفروضاتو ولاړ دی چې ورته له پاملرنې پرته د اسلامي بهرني سیاست نیمګړی ښکاري او لاندې محورونه یې د یادونې وړ دي. ۱- د قرانکریم له نظره د اسلام د بهرني سیاست د اصولو طرحه ایجابوي چې دین او سیاست سره تړلي دي او دا مفکوره چې دین او سیاست سره جلا شي، بحث ته کوم ځای نه پاتې کېږي، ځکه چې اسلام خپله یو بشپړ سیاست دی او د عیسویت یا نورو مذهبي مفکورو په څېر دین او سیاست سره جلا نه دي. ۲- اسلامي سیاست بیا په ځانګړي ډول بهرنی سیاست یوازې د حضرت محمد (ص)، اصحاب کرامو او خلفای راشدینو تر زمانې پورې محدود نه دی او په خپله لویه معنی سره د هرې زمانې لپاره ځواب لري، د اسلامي هېوادونو لپاره یې حل لارې او د تعامل اصول ساتلي دي، ځکه چې اسلام د هرې زمانې لپاره معاصر دی او د نړۍ د هر ډول سیاستونو پر وړاندې یې کړنلاره او نظر څرګند دي. د اسلام د بهرني سیاست اصول هغه لارښوونې دي چې د اسلامي دولت د سیاست په کلیاتو کې ځای لري او د اسلامي دولت د بهرنیو اړیکو د تنظیم ادارې ته د دیني سرچینو پر بنسټ کړنلاره ټاکي، په دې برخه کې د دعوت اصل یا جهاد، د ظلم او زیاتي له منځه وړل او نفی سبیل، د اسلامي عزت اصل او دیني سیاست او سیاسي تړونونو ته د التزام اصل او ژمنتیا ده. ځینو نورو مسلمانو سیاستوالو تولی او تبری، تالیف قلوب او امربالمعروف هم د اسلامي نظام د بیروني سیاست اصول ګڼلي دي. په تالیف قلوب یا زړونو خپلولو کې دا بحث رامنځته کېږي چې د اسلامي بهرني سیاست په ننۍ بڼه کې اقتصادي وسایل او بشردوستانه مرستې یادوي، یعني اسلامي دولتونه باید د غیر اسلامي ټولنو د جلب او دښمنیو کچې د ټیټولو لپاره له دې اصل نه استفاده کوي. بېلګه یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه کړنه راوړي چې کله مبارک صلی الله علیه وسلم په طایف جنګ کې په اسلام تازه مشرفو شوو اشرافو او مشرانو یا هم هغو مشرکانو ته چې له نوموړي سره یې همکاري کړې وه، د مولف القلوب سهم ورکړ څو نظرونه او زړونه یې اسلام ته تمایل پیدا کړي. په اسلامي بهرني سیاست کې دعوت او جهاد هم یو مهم اصل دی، ښايي چې د اسلامي بهرني سیاست د اصولو له مخې دا د ډېر اهمیت وړ وي او تر نورو یادو شوو محورونو ورباندې زیات بحثونه هم شوي وي، لامل یې دا دی چې د بهرنيو اړیکو ماهیت د اسلام له لیدلوري ښه بیانولی شي، مسلمان سیاستوال په دې اصل کې دعوت او جهاد ځکه یو ځای راوړي چې که یوازې په دعوت بسنه وشي. د اسلام بهرنیو اړیکو کې د جګړې یا سولې په باره کې شته لیدلوري له پامه غورځول کېږي، همداسې که یوازې پر جهاد او مشروع جګړه په پام کې ونیول شي، بیا د دعوت اصل نیمګړی پاتې کېږي. په همدې اساس په اسلامي بهرني سیاست کې جهاد او دعوت دواړه یو غښتلی عکس دی چې یو د بل ملاتړ کوي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم په خپل بهرني سیاست کې له جهاد وړاندې د وخت ګڼو امپراتوریو او شاهانو ته د سولې او اسلام قبلولو لیکونه او سیاسي استازي استولي دي، د جهاد موضوع یې ورڅخه وروسته مطرح کړې ده چې دا د بهرني سیاست یوه غوره بڼه وه. په یوه روایت کې حضرت علي (رض) ویلي دي: کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یمن ته استولم، راته وویل: اې علي! که چېرته الله تعالی ستا په لاس یوه کس ته هدایت ورکړي، له ټولو هغو څيزونو به غوره وي چې لمر ورباندې ځلېږي. د اسلامي نظام په بهرني سیاست کې بل مهم محور له بهرنیانو سره لاسلیک کړو تړونونو او قردادونو ته ژمنتیا ده، په دې اړه قرانکریم پر عهد د وفا څرګند حکم کړی دی، خو اړینه ده چې اسلامي دولت باید لاسلیک کړو تړونونو ته ژمن وي، مګر تر هغه کچې پورې چې دا تړون د مسلمانانو سیاسي، نظامي او فرهنګي حاکمیت تر پوښتنې او بې اعتبارۍ لاندې را نه ولي. په دې اساس د اسلام بهرنۍ اړیکې یا له غیر مسلمانانو سره تړاو باید په داسې ډول تنظیم شي چې پر مسلمانانو د کفارو د سلطې او برترۍ سبب نه شي، که د مسلمانانو د کمزورۍ او غیر حاکمیت سبب شي، بیا بهرنۍ اړیکې غیر مشروع او غیر شرعي دي. د نفي سبیل د اصل له مخې باید په بېلابېلو سیاسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي ساحو کې کفار پر اسلامي ټولنو سلطه پیدا نه کړي. په پایله کې ویلی شو چې پر بهرنیو اړیکو د اسلامي عزت اصل د اسلامي نظام د جامعیت، کمال او مقبولیت ساتنه ده، ځکه دا یو اسماني او کامل دین دی او پر صراحت سره یې پر نورو ادیانو د غوره والي ټینګار شوی دی، «ان الدین عندالله الاسلام» او «و لن یقبل غیرالاسلام دینا.» په دې اساس اسلامي دولت باید بهرنیو اړیکو کې داسې سیاست او چلند ونه کړي چې اصل په کې کم رنګه شي. ګڼو کفري هېوادونو او د دوی اړوندو قوانینو هڅه کړې ده چې جهاد د اسلامي نظام د بهرني سیاست له اډانې څخه وباسي او دې ته نور نومونه ورکړي، خو حقیقت دا دی چې جهاد د اسلامي سیاست د پیاوړتیا او بهرنۍ تګلارې د خوندیتوب یو مهم اصل دي.
❤️ 👍 21

Comments