المرصاد پښتو
May 22, 2025 at 09:07 AM
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%b4%d9%87%db%8c%d8%af-%d8%a7%d9%85%db%8c%d8%b1-%d8%a7%d9%84%d9%85%d8%a4%d9%85%d9%86%db%8c%d9%86-%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%a7%d8%ae%d8%aa%d8%b1-%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d9%85%d9%86%d8%b5%d9%88/ *د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور (رحمه الله) ژوند لیک او د خوارجو پر وړاندې دریځ ته لنډه کتنه!* د عُمري مدرسې د متانت لرونکو شاګردانو له جمله څخه یو هم د اسلامي امارت دوهم ټاکل شوی زعیم، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد (منصور) تقبله الله و، چې په عملي ډول یې د اسلامي امارت د قیادت چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین په حیات کې پیل کړې او د هغه د وفات تر اعلان وروسته، د اسلامي امارت د اهل الحل و العقد معتبرو اشخاصو، علماء کرامو، جهادي مخورو او نورو ملي شخصیتونو لخوا د اسلامي امارت د نوي زعیم په توګه وټاکل شو او بیا یې د شهادت تر شېبې، په پوره ایماندارۍ، متانت او مېړانې د دغه ستر کاروان د رهبرۍ درنه وظیفه ترسره کړه. په لاندې کرښو کې د نوموړي تقبله الله ژوند، کارنامو او د داعشي خوارجو سره مبارزې ته لڼډه کتنه شوې: زوکړه: شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د الحاج محمد جان زوی، په ۱۳۴۷هـ.ش کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کې زیږېدلی دی، دا چې د نوموړي کورنۍ د خپلې سیمې په کچه یوه متدینه او علم دوسته کورنۍ وه او جناب والد صاحب یې یو علم خوښوونکی شخصیت وو، نو د جناب منصور صاحب د سالمې روزنې لپاره یې هغه ته لومړنۍ انتخاب د دیني زده کړو وکړ. زده کړې: شهید منصور صاحب په اووه کلنۍ کې د خپل والد صاحب په لارښوونه د خپلې سیمې ابتدايي مکتب او د خپل کلي مسجد کې د دیني زده کړو شعبی ته شامل کړل شو، دا چې پر نوموړي باندی له ماشومتوب څخه د پوهې، ذکاوت او بصیرت علامې ښکاره وې نو د خپل پلار ترڅنګ، د استادانو لخوا هم تر خاصې روزنې لاندې ونیول شو. څرنګه چې د نوموړي کورنۍ د هجرت په مهال د بلوچستان اړوند په ګردي ځنګل کمپ کې اوسېده نو دیني زده کړې یې څه موده همدلته او بیا د پنج پای په سیمه کې ترسره کړې، له هغه وروسته کوټې ښار ته لاړ څخه وخت په کوټه او وروسته یې د عبدالله خان کراس په سیمه کې په یوه مدرسه کې دیني کتابونه ولوستل، وروسته نوموړي د دیني علومو په تلاش پېښور ته لاړ او هلته یې په کچه ګړۍ او نورو سیمو کې دیني درسونه وویل او وړه دوره یې د پېښور د جلوزو په کمپ کې ولوستله. هغه مهال چې نوموړی په دیني زده کړو بوخت و، د افغانستان سیاسي واک د کمونستانو لاس ته ولوید او افغان مجاهد ولس د هغوی پر خلاف اسلامي پاڅون وکړ. جهاد او سیاسي مبارزه: په کال ۱۹۷۸ز کې په افغانستان باندې د شوروي اشغالګرو تر تیري وروسته، افغان مجاهد ولس د هغوی پر خلاف اسلامي مقاومت پیل کړ، جناب منصور صاحب چې هغه مهال اتلس کلن و، د یو تکړه او با شهامته ځوان په توګه د یوه غیرتي مجاهد په حیث یې په شعوري ډول له خپل دین او هېواد څخه د دفاع په غرض، د یرغلګرو شورویانو او داخلي کمونستانو په خلاف د وسله وال جهاد لاره ونیوله. نوموړی به د کال په اوږدو کې کله په دیني درسونو بوخت و او چې سبقونه به یې خلاص شول نو به یې د جهادي جبهو پر خوا مخه کړه، په ۱۹۸۵ز کې د جهادي فعالیت لپاره د کندهار ولایت مشهور جهادي قوماندان شهید قاري عزیزالله جبهه د خپل جهادي سنګر په حیث غوره او د پنجوایی ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د افغانستان په کچه د مشهور جهادي شخصیت الحاج ملا محمد حسن اخند تر سرپرستۍ لاندې یې جهادي فعالیت ته دوام ورکړ. محترم منصور صاحب په ډېرو پوځي عملیاتو کې فعاله برخه لرلې او یو ځلې په ۱۹۷۸ز کې په کندهار ولایت کې د روسانو په یوه ستراتیژیک مرکز باندې د مخامخ عملیاتو په ترڅ کې په داسې ډول زخمي شو چې بدن یې دیارلس ځایه ټپي و خو الله تعالی ورته شفاء ورکړه، دوهم ځل بیا په ۱۹۹۷ز کال د مې په میاشت کې، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د مزار شریف په هوایي ډګر کې زخمي شو او په هغه زخمي حالت کې د مخالفینو لخوا اسیر هم شو. د طالبانو له اسلامي تحریک سره یوځای کېدل: په کال ۱۹۹۲ز په افغانستان کې د کمونستي نظام تر سقوط او داخلي جګړو پیلېدو وروسته، جناب منصور صاحب د خپلې جبهې د نورو مخلصو مجاهدینو په څېر، وسله پر ځمکه کېښودله او له واک پر سر د پیل شوې ناروا جګړې په تدوام کې یې د هیچا پلوي ونه کړه او د خپل عادي ژوند په غوره کولو سره، له هر ډول تنظمیي فعالیتونو څخه لاس په سر او په ځینو علمي او تربیوي فعالیتونو مصروف شو. په ۱۴۱۵هـ.ق کال کې چې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه، لخوا د طالبانو اسلامي تحریک تأسیس شو، ملا اختر محمد منصور صاحب دغه مهال په پېښور کې دجلوزو کمپ د هجرت کلي په امینیه مدرسه کې له شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور صاحب او مشهور مدرس مرحوم سید قریش بابا سره سبقونه ویل او نور طالبان هم ورسره ملګري وه. کله چې دوی له راډیوګانو څخه د طالبانو د تحریک د تأسیس خبره واوریده نو تر خپل منځ یې مشوره وکړه چې د دې نوي تحریک د حقیقت معلومولو لپاره باید څو کسان کندهار ته ولیږي، دوی خپله دوه ملګري کندهار ته روالېږل، هغوی د اسلامي تحریک له مشر او چارواکو سره ولیدل او له پوره اطمنان او قناعت وروسته یې خپلو د مدرسې ملګرو ته حال راوړ چې دا واقعاً د طالبانو او مجاهدینو تحریک دی. له دې سره ملا اختر محمد منصور او نور ملګري یې را روان شول، په کومه شپه چې دوی بولدک ته روارسېدل، طالبانو د تخته پل سمیه نیولې وه او د کندهار پر خوا روان وه، په بولدک کې ملا اختر محمد منصور او ورسره ملګرو طالبانو خپل منځي غونډه وکړه ترڅو خپل مشر وټاکي، له سلا مشورو وروسته، دوی د خپلو ملګرو له منځه ملا اختر محمد منصور صاحب د خپل مشر په حیث انتخاب کړ او بیا دوی ټولو د هغه تر مشرۍ لاندې په اسلامي تحریک کې شمولیت وکړ. د اسلامي امارت د منتخب امیر په توګه ټاکنه: کله چې د ۱۴۳۶هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴ نېټه چې د ۲۰۱۵ز کال د جولای میاشتې له ۳۰ نېټې سره سمون خوري، د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا لخوا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات رسماً اعلان شو، د اسلامي امارت د رهبري شوری اعضاوو، د مشائخو او مخورو علماء کرامو په ګډون یوې غونډې چې د اهل الحل والعقد له اعتبار څخه برخمن وه، د محترم منصور صاحب له حضور او موجودیت پرته تر اوږدو بحثونو، مصلحت سنجولو او مشورو وروسته، نوموړی د اسلامی امارت د نوي امیر په حیث وټاکه او ټولو ورسره په یو غږ بیعت وکړ. د امریکايانو د یرغل پر خلاف وسله وال مقاومت: په ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه په افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته، محترم منصور صاحب د هغوی په خلاف مسلح جهاد پیل کړ، د امریکا په ضد د نوموړي د جهاد یو د یاد وړ مرحله د کندهار د هوايي ډګر په شاوخوا کې د امریکایي بمبار په مقابل کې مقاومت او د امریکا له ګوډاګیانو سره مخامخ جنګونه دي، برسېره پر نورو جهادي کارنامو، په کال ۲۰۰۳ز او ۲۰۰۸ز کې، د کندهار ولایت د مرکزي محبس د مجاهدینو په لاس دوه ځلې په حیرانوونکې توګه ماتېدل چې له مخې یې په دواړه ځلې مجموعاً تر یو نیم زر زیات اسیر مجاهدین د دښمن له اسارت څخه راخلا کړای شول، هم د منصور صاحب د مسؤلیت په مهال تر سره شول. له داعش سره د خبرو پیل: په ۲۰۱۵ز کال کې، کله چې داعش د خراسان ولایت د جوړېدلو اعلان وکړ، ملا اختر محمد منصور صاحب، د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته یو لیک واستاوه، په دې لیک کې، منصور صاحب له داعش څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو مشري ومني او دجهاد صفونه یو موټي وساتي، هغه خبرداری ورکړی وو چې د جهادي صفونو وېش به د مجاهدینو لاسته راوړنې له منځه یوسي او د کفارو لپاره به د خوښۍ سبب شي. د اختلافاتو ژوروالی: که څه هم منصور صاحب هڅه وکړه چې داعش متوجې کړي ترڅو د اسلامي امت ترمنځ د اختلافاتو او د کفارو د خوښۍ څخه لاس په سر شي، خو داعش ونه منله او د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې یې خپل نفوذ پراخ کړ، په ځینو مواردو کې، داعش د طالبانو پر ضد بریدونه وکړل او باالاخر اسلامي امارت هم د دوی پر وړاندې جهاد پیل کړ. د اسلامي امارت نظامي غبرګون: د داعش د نفوذ د مخنیوي لپاره، منصور صاحب ځانګړي ځواکونه جوړ کړل، په ننګرهار ولایت کې یې د داعش خلاف نظامي عملیات پیل کړل او د هغوی مرکزونه یې له منځه یوړل، اسلامي امارت دا هم اعلان وکړ چې داعش د جهاد صفونه وېشي او د مسلمانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کوي. د داعش د غړو تسیلمېدل: د اسلامي امارت د فشارونو له امله، ځینې د داعش مشران او جنګیالي له داعش څخه جلا شول او بېرته اسلامي امارت ته ورګډ شول، دوی وویل چې د اسلامي امارت د مشر تابه سره د همغږۍ او د داعش د اصلي ناوړې څېرې پېژندلو له امله، دوی خپل بیعت له داعش سره مات کړ او د ملا صاحب اختر محمد منصور تقبله الله مشري یې ومنله. د قیادت ځانګړتیاوې: • وحدت ته ژمنیتا: منصور تقبله الله د اسلامي امارت د مختلفو قوماندانانو تر منځ د یووالي لپاره هڅې وکړې او په بشپړه بڼه یې یو واحد، متحد او منظم صف رامنځته کړ. • د سولې او جهاد توازن: هغه تقبله الله د سولې خبرو ته، دروازې پرانستې وساتلې، خو هم مهاله یې د اشغالګرو پر ضد جهاد ته دوام ورکړ. • د خوارجو پر ضد قاطعیت: منصور تقبله الله د خوراجو پر ضد جدي دریځ ونیو، چې دا د اسلامي امارت د اصولو او د امت د یووالي لپاره مهم اقدام و. شهادت: باالاخره د حق د لارې دغه مخلص او فداکار مجاهد چې د اسلامي امارت د زعیم په حیث د ټاکل کېدو یې لا کال نه و پوره شوی، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۲۰۱۶ز کال د مې میاشتې په ۲۱نېټه، د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. تقبله الله
😢 ❤️ 👍 25

Comments