المرصاد پښتو
May 28, 2025 at 08:56 AM
https://almirsaad.com/%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%86%d8%b8%d8%a7%d9%85-%da%a9%db%90-%d9%84%d9%87-%da%a9%d9%81%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%aa%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84-%d8%a7%d8%b3%d8%a7-2/ *اسلامي نظام کې له کفارو سره د تعامل اساس!* *دویمه او وروستۍ برخه* *بشیر باران* د اسلام له ظهور سره د عربو پر ټولنه کې جوت بدلونونه راغلل، له قبیلوي ژوند څخه پر یوه اجتماعي او مدني ټولنه بدل کړل، هویت یې ورکړ، د کورنۍ، جزايي قوانینو، سوداګریزو معاملاتو او بېلابېلو قوانینو پر بنسټ یې له پاشلي قبیلوي جوړښت څخه پر یوه واحد امت بدل کړل، د اسلامي قانون د حاکمیت پر بنسټ د مرکزي دولت له لرلو سره یې د هغوی لپاره د عامه مصالحو، اساسي حقوقو او له نورو انسانانو سره د تعامل او اسلام ته د بلنې درس ورکړ،. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ددې ستر تحول د سر لارې په توګه داسې اغېزناک شخصیت و چې د اسلامي ټولنو تر څنګ یې پر کفري ټولنو هم اغېز وکړ او د خپل مدبرانه سیاست او چلند له مخې یې له جهاد پرته خپل او پردي را خپل کړل او د اصولو پر بنسټ یې د تعامل او د اسلام په رڼا کې د نړیوالو اصولي اړیکو پر بنسټ د ژوند کولو طرحه وړاندې کړه. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر دغه سیاسي درایت باندې د اروپا د شپاړسمې او اولسمې زېږديزې پېړۍ پوهان هم څرګند اعترافت کوي، ژان ژاک روسو، ولټر، شوپنهاور او نور په دې اړه څرګندونې لري، له دې ډلې مارسل وايي: د اسلام نړیوال لیدلوری د دوو ځواکمنو امتیازاتو په لرلو سره ځلېدلی دی، یو پر خدای ایمان او بل هم له هر ډول قومي او نژادي (توکمیز) تعصب او ځان غوره ګڼلو څخه انکار او د انسانانو پر برابروالي ټینګار. ددې اصولو په اعلانولو سره د اسلام ستر پیغمبر وتوانېده، چې د مکې د جاهلي عربو او یهودي قومونو قومي او نژادي عصبیت له منځه یوسي، هېڅ دین هم له اسلام زیات بشر ته شخصیت نه دی ورکړی، له یهودو او نصاراوو سره یې د مهربانۍ چلند کړی دی، اسلام د یوه داسې جهان د جوړولو تکل دی چې ټول انسانان په تفاهم او همکارۍ سره برابر ژوند وکړي. د اسلام د نړیوالو اړیکو تاریخ ډېر څرګند او روښانه دی، کله چې د عرب قبایلو او ورسره ګاونډیو دولتونو لکه حبشې، اماراتو، حیره، غسان او سبا، همدا رنګه د قیصر او کسرا سره د دوی اړیکې ښې نه وې او تل به یې تر منځ نښتې کېدې، خو د اسلام پیغمبر په دې برخه کې د نړیوالو اړیکو قوي اهتمام ور په برخه کړ، یو داسې بنسټ یې کېښود هم هم یې د رسالت عصر او هم د هغه له رحلت نه وروسته اسلامي حکومتونو ته د نړیوالو تعاملاتو او اړیکو لپاره بنسټ کېښود. حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د خپل رسالت په زمانه کې د مدینې منشور، حدیبیه سولې تړلې، د نجران نصاراوو سره د سولې دایمې تړون په لاسلیک سره د نړیوال نظم او اړیکو لپاره اساس کېښود، وخت یې وموند چې د عرب قبایلو تر منځ اړیکې منظمې او د اسلامي حکومت کورنۍ چارې پیاوړې کړي، له دې وروسته یې له مجاورو حکومتونو سره اړیکو ته وخت ورکړ، استازي یې واستول او معاهدې یې ترتیب کړې. د هغه مهال شرایطو کې روم او فارس ته د استازو استول څه عادي پېښې نه دي، بلکې دا د نړیوالو اړیکو په تاریخ کې د نړیوالو اړیکو د ایجاد او پراختیا نادر نوښتونه دي. د فارس او روم د دوو سترو امپراتوریو د حساسیت په شتون کې له ګاونډیو او کوچنیو حکومتونو سره اړیکې او بیا نړیوال ټکر ته ځان را وړاندې کول د محمد ص د بهرني سیاست او  اغېزناکې دیپلوماسۍ درس وړاندې کوي، چې په پایله کې دغه دواړه امپراتورۍ هم دې سیاست او د اسلام حقانیت ته په ګونډو شوې.
❤️ 👍 21

Comments