المرصاد پښتو
May 30, 2025 at 05:12 AM
https://almirsaad.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%ba%d8%b2%db%90-%d8%aa%d8%b1%da%85%d9%86%da%ab%d8%9b-%d8%af-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d9%88%d9%85%db%8c%d8%aa-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%88%d8%ac/
*افغانستان د غزې ترڅنګ؛ د محرومیت په اوج کې د ملاتړ غږ!*
*أحمد یاسین*
له هغې ورځې راهیسې چې صهیونیستي رژیم په وحشیانه او بېرحمانه توګه پر غزې تړانګې یرغل پیل کړی، تر نن پورې د بېوزلو ماشومانو، غمجنو ښځو او بېپناه فلسطینیانو چیغې د هر ازاد مسلمان زړه دردولی دی.
په دې موده کې لسګونه زره کورونه ویجاړ شوي، په زرګونو کورنۍ شهیدانې شوي او په زرګونو زړونه مات شوي دي، او دا ټول د مسلمانۍ او د ظلم په وړاندې د مقاومت په جرم د نړیوالو سترګو په وړاندې پېښ شوي دي، د دې بشري ناورین ترڅنګ، یو حقیقت تر بل هر وخت روښانه شو: هو! اسلامي امت لا ژوندی دی او د دې امت په منځ کې، د افغانستان نوم د ټولو موجودو ستونزو سره سره، د یوه ځلیدونکي ستوري په څېر روښانه دی.
د دې سیمې مجاهدپاله خلک، د اساسي اقتصادي ستونزو، د بهرنیو هېوادونو بېدرېغه فشارونو او د امکاناتو د کمزورتیا سره سره، د غیرت او ایمان په دې ډګر کې شاتګ ونه کړ.
دا سمه ده چې د دې سیمې خلک نن ورځ د غزې خلکو ترڅنګ وسلې په لاس کې نه دي راخیستي او د محاصرې د ماتولو لپاره نظامي ځواک نلري، خو د مالي جهاد په ډګر کې یې تر هر بل هېواد زیات د خپلو وروڼو سره خپله خواخوږي په عملي توګه نړیوالو ته وښودله.
په دې توګه چې یوازې په تېره یوه میاشت کې، لسګونه خیریه موسسې، دیني عالمان، ځوانان، کاسبان او حتی د ښوونځیو ماشومان لاس په کار شوي او د نغدو پیسو په راټولولو سره یې نړیوالو ته روښانه پیغام ورکړی: زموږ زړه په غزه کې تپي!
هو! د لومړنیو ارقامو له مخې، یوازې د افغانستان په لسو ولایتونو کې له ۵۰ ملیون افغانیو څخه زیاتې پیسې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره راټولې شوي دي؛ هغه مرستې چې د باوري موسسو له لارې د غزې مظلوم ملت ته استول شوي او د راټولولو لړۍ یې تر اوسه هم دوام لري.
خو اوس، د اسلامي امت د یووالي په تاریخ کې یوه بېساره صحنه د رامنځته کېدو په حال کې ده؛ یوه صحنه چې په ریښتینې معنی به د مظلوم فلسطیني ملت، په ځانګړي توګه د غزې خلکو سره د افغانانو یوزړه والی وښيي.
له همدې امله د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د لسګونو زرو کسانو لاریونونه د فلسطینیانو په ملاتړ ترسره کیږي؛ هغه لاریونونه چې نه یوازې د افغانانو د عدالت غوښتنې چیغې دي، بلکې نړیوالو ته یو پیغام دی او هغه دا چې: «موږ داسې ملت نه یو چې پر ظلم چوپ پاتې شو، نو که زموږ لاسونه وتړل شي، زموږ غږ به لوړ وي!»
په حقیقت کې زموږ ملت پخپله د اشغال خوند څکلی دی او کلونه یې د لویدیځو یرغلګرو تر پښو لاندې خپل تر ټولو سختې شپې او ورځې تیرې کړي دي، خو په پای کې، د الله متعال په فضل، په ایمان، مقاومت او قربانۍ سره وتوانیده چې یرغلګر مات کړي او خپل عزت او خپلواکي بیا ترلاسه کړي.
نن ورځ هم زموږ باور او عقیده دا ده چې د غزې ملت چې د مقاومت د لومړۍ کرښې ساتونکي دي، که څه هم د اسلام د دښمنانو د میل خلاف وي، په پای کې به د میدان بریالي وي؛ ځکه الهي قانون داسې دی: وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ.
صهیونیستي رژیم هم باید پوه شي چې ویښ وجدانونه اشغال نه هیروي او د افغانستان ملت، د جهاد او مقاومت له تاریخ سره، د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو ترڅنګ ولاړ دي؛ که د مالي مرستو په ډګر کې وي، که د دعا په ډګر کې وي او که د توان په صورت کې د جهاد په ډګر کې.
په پای کې باید وویل شي چې بې له شکه، بریالی به مظلوم خو په عین حال کې مقاوم فلسطیني ملت وي او یوه ورځ به راشي چې د "الله اکبر" چیغه له مسجد الاقصی څخه په امنیت او ازادۍ سره خپره شي، انشاءالله!
❤️
👍
😢
31