المرصاد پښتو
May 30, 2025 at 12:01 PM
https://almirsaad.com/%d8%ba%d8%b2%d8%a9%d8%9b-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%aa-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%db%8c-%d8%af%d9%81%d8%a7%d8%b9%d9%8a-%d8%b3%d9%86%da%ab%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a8%d9%82%d8%a7%d8%a1-%d8%b1%d9%85/
*غزة؛ د امت لومړی دفاعي سنګر او د بقاء رمز!*
*ذوالکفل ذکي*
غزه هغه نوم چې له اوریدلو سره یې سم د قربانۍ، شجاعت، صبر او استقامت داستانونه د سړي په ذهن کې مصور کیږي، غزه د اسلام هغه نه تسخیریدونکی سنګر چې یهودي اسرائیلو ته په جهنم بدل شوی، چیرته چې اتلانو د خپلو معجزانه کارنامو په توسط د یو داسې تاریخ جوړونې باب پرانیستی چې معاصر تاریخ یې ساری پخپله حافظه کې نه و لیدلی.
زموږ هغه غزه چې میندو یې له ځانه د صبر او استقامت داسې داستانونه تر شا پریښودل چې د عقل له تصور لوړ دي، غزه د اسلام د جغرافیې هغه ټوټه ده چې تر ټولو زیاتې یې جګړې، بمبارۍ او محاصرې زغملې دي، غزه د حماس د اتلو مجاهدینو د فعالیت مرکز دی او له همدې ځایه د یرغلګر صهیونیستي رژیم ګټې ګواښي، له همدې ځایه استشهادي او چریکي عملیات تنظیموي چې اشغال شوي فلسطین کې یې د یهودو خوبونه حرام کړي دي.
په ۲۰۰۶ م کال کې صهیونیستي رژیم له څلور خواوو غزه محاصره کړه، په وچه کې یې د غزې او پاتې اشغالي فلسطین تر منځ یو ستر کانکریټي دیوال جوړ کړ، چې په هرو څو سوو مترو کې یې یوه حفاظتي پوسته په پرمختللو کیمرو او روزل شویو پوځیانو سمبال هم جوړه کړه، د بحر له لارې د غزې پر اوسیدونکو د تګ راتګ لارې وتړل شوې او د هیڅ هیواد کیښتۍ د اسرائیلو له اجازې پرته د غزې سواحلو ته نشي نژدې کیدای، پر مصر هم د صهیونیستي رژیم له لوري فشار راوړل شو چې د رفح بندر یې د مظلومو فلسطینیانو پر مخ وتاړه.
۱۸ کاله کیږي چې غزه محاصره ده؛ اوبه، برق انټرنیټ او هر څه یې د اسرائیلو په کنټرول کې دي، دې محاصرې ۸۰% د غزې ځوانان له بیکارۍ سره مخ کړل، د دوه میلیونه نفوس له جملې یونیم میلیون اوسیدونکو یې غذایي توکو ته جدي اړتیا وموندله، غزې د یو داسې جغرافیوي زندان بڼه ځانته غوره کړه چې میلیونه خلک پکې ښکیل شول او د ژوند له هر قسم سهولتونو بې برخې دي/ شول.
د محاصرې په دوران کې د غزې غیرتي ولسونه لاس تر زنې نه و ناست؛ بلکې د خپل حریت، خپلو سیمو او مقدساتو د بیرته نیولو په تکل یې داسې تونلونه وکښل چې نن ورځ ټوله نړۍ ورته هک حیرانه او ګوته په غاښ ده، په همدې تونلونو کې یې پرمختللی حربي صنعت رامنځته کړ؛ داسې حربي صنعت چې نن یې یهود هم له مقابلې ناتوانه دي.
د اعداد په برخه کې یې د کتائب القسام او سرایاالقدس په جبهو کې داسې ابطال وروزل چې د نړۍ په بهترینو پوهنتونونو کې روزل شوې لښکرې او په پرمختللو وسلو سمبال ځواکونه یې له مقابلې عاجز دي، په دومره لوړه سطحه د تونلونو شبکه ویستل چې هر یو په لسګونو کیلو متره اوږدوالی لري او په همدې اندازه ستر حربي صنعت د موساد له سترګو چې د نړۍ یو له پرمختللو استخباراتو څخه دي پټ ساتل د ناصر رب نصرت او د معاصر جهاد له معجزې پرته بل څه نده.
غزه د امت یو پیاوړی سنګر دی هغه سنګر چې د امت د دفاع په لومړی کرښه کې قرار لري، ددې کوچنۍ جغرافیې میړنیو ولسونو د خپل حریت د ترلاسه کولو او اقصی د ازادۍ په تکل په ۷ اكتوبر د طوفان الاقصی مبارک عملیات چې د لسګونو کلونو د اعداد او تدریب پایله وه پیل کړل.
دغو مبارکو عملیاتو یهودي غرور په ځمکه وویشت، نړیوال استخبارات یې له صفر سره ضرب کړل، د بشر د حقوقو په نوم یې د غرب اصلي څیره رابربنډه کړه، د نړیوال کفر وحدت او د اسلامي امت پاشلتیا او بزدلي یې برملا کړه، د حق او باطل صفونه یې سره بیل کړل، دې مبارکو عملیاتو اسرائیل په یو داسې ګرداب کې ښکیل کړل چې په تیرو 70 کلونو کې ورسره نه وه مخ شوي، دا مبارک عملیات ددوی د زوال د پیل عملیات او پر تابوت یې د لومړي میخ د ټک وهلو وار شو.
د طوفان الاقصی د مبارکو عملیاتو او پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د وحشت ۷۵۰ ورځې په پوره کیدو دي، پدې موده کې یې ۱۲۴۰۰ بې ګناه ښځې، ۱۸۰۰۰ ماشومان، ۱۴۰۰ ډاکتران، ۱۳۰۰۰ محصلین او ۳۵۳۵ تنه سپینږیري شهیدان کړي؛
۲۱۸۰ مکملې کورنۍ چې یو تن یې هم ژوندی ندی پاتې له منځه تللي، ۵۰۸۰ کورنیو څخه تنها یو یو تن ژوندی پاتې، ۸۵۲۰ تنه مسلمان غزه وال ورونه مو تر نړیدلو کورونو لاندې ورک دي، شفاخانې له طبي مرستو لویدلي، او په سلګونو زره مؤمن ورونه مو زخمیان دي.
۹۰٪ غزه والو خپل کورونه پریښي، د دوه میلیونو په تعداد رفح بندر ته مهاجر شوي چې خیمو کې شپې او ورځې سبا کوي، له ۹۲٪ زیاته غزه په مکمل ډول په کنډواله بدله شوې، ۱۰۰۰ مسجدونه نړیدلي، په سلګونه شفاخانې او مکاتب له منځه تللي، تعلیمي بهیر په ټپه ولاړ دی، یرغلګرو د نړولو تر څنګ د غزه والو مالونه، پیسې او قیمتي اجناس په مکمل ډول غلا کړي، غزه کې دمګړۍ وضعیت ډیر خراب او وخیم دی، د بمبار ترڅنګ لوږه، تنده، یخنۍ او ګرمۍ هم زموږ د مظلومو ورونو د ژوند لپاره مرګونی ګواښ ګرځیدلی.
۸۰ ورځې په پوره کیدو دي چې غزه ته د هیڅ کومې نړیوالې خیریه ټولنې له لوري هیڅ ډول کمک ندی رسیدلی، خوراکي مواد په مکمل ډول خلاص شوي، د رفح بندر تړل شوی، او زموږ په سلګونه زره مسلمان ورونه چې اکثریت ښځې او ماشومان دي واښه خوري، د څښاک اوبه نشته، له یخ د ځان ساتلو سامان نشته، د ګرمۍ څخه د پناه ځای نه موندل کیږي، برق قطع ده او د ژوند اولیه کمکونو ته لاسرسی له منځه تللی.
ددې هرڅه برسیره به تاسو د غزې له یو ماشوم څخه هم د ناامیدۍ او بزدلۍ یوه کلیمه هم وانه وری، داسې په ډبرین هوډ او ایماني روحیه روزل شوي چې د میړانې داستانونه پکې نغښتي، هغه مور چې خپل ټول اولادونه یې له لاسه ورکړي د صبر او استقامت داسې نمونې تر شا پریښودې چې قلم یې له لیکلو عاجز دی، وای موږ دې مړه شو، کورونه مو دې ونړیږي اولادونه مو دې شهیدان شي خو فلسطین دې ژوندی وی، اقصی دې ژوندۍ او ازاده وي،
د غزې ځوانان بیا د جهاد او مقاومت په لیکو کې په خپلو وینو د تاریخ یو نوی باب پرانیست، داسې یو باب چې سراسر له میړانې او شجاعت ډک دی، د یرغلګرو د وژلو باب، د استشهاد او ایثار هغه غلیم ځپونکی باب چې ژبه یې له ویلو عاجزه ده، بلخوا دوه میلیارده امت دا حال چې هره ورځ د یرغلګرو وحشتونه، د مظلومو مسلمانانو د وینو بهیدلې ویالې،د میندو اهونه،د ګلالیو ماشومانو شیندل شوي هډونه او هر څه ویني خو چپه خوله ناست او ننداره یې کوي.
د اسلامي نړۍ حکام پرځای ددې چې خپلې لښکرې د خپلو ورونو نصرت ته ورولیږي؛ د غزې ټولې لارې یې تړلي، حتی چې غزې ته د خوراکي او طبي وسایلو د انتقال مانع هم همدا طاغوتي نظامونه دي، پداسې حال کې چې له امریکا، ایټالیې، فرانسې او نورو لسګونو غربي هېوادونو په زرګونو پوځیان له یهودو سره څنګ په څنګ د اسلام پر خلاف جنګیږي، نظامي او اقتصادي حمایه یې کوي، غزه د نننۍ نړۍ د منافقت، ظلم، استعمار او بېعدالتۍ یو ښکاره بیلګه، دا نه یوازې د یوې مظلومې اسلامي جغرافیې حال دی، بلکې د انسانیت، اخلاقو او ارزښتونو د سقوط یوه ژوره نښه هم ده.
پر غزة د صهیونیستي رژیم له یرغل بعد یهودي جنرالانو فکر کاوه چې په یوه اونۍ کې به د غزې جهادي مقاومت له منځه وړي مګر یونیم کال تيريږي د اشغالګرو تقريباً (۱۵۰۰) ټانګونه او ځمکني جنګي وسايل له منځه تللي، په زرګونو فوځيان یې وژل شوي، لسګونه زره زخمیان، ړانده او په رواني ناروغیو اخته دي او د پوځیانو له جدي کمښت سره مخ دي.
د طوفان الاقصی مبارک عملیات په معاصر تاریخ کې یو بې مثاله عملیات دي چې په ۷۰ کلن تاریخ کې صهیونیستي رژیم ورسره نه وه مخ شوی، رهبري شوي راکټونه، الیاسین_۱۰۵، ډرون طیارې، هاوانونه او درازنوفونه د اتلانو د خپل حربي صنعت نایابه ابتکار او د طوفان الاقصی مبارکو عملیاتو بارز ترینه اسلحې دي؛ چې پر مټ یې د الله تعالی د نصرت په توسط غزة کې یرغلګر له یو داسې نه تصور کیدونکي مقاومت سره مخ کړي چې نړۍ ورته هک حیرانه ده او لا هم د کتائب القسام او سرایاالقدس په رهبرۍ مسلحانه جهادي بهیر په پوره جوش سره روان دی.
الحمدلله
موږ د الله جل جلاله پر نصرت ایمان لرو؛ چې خپل دا کوچنی ټولی به د بریا په لوړو هسکوي.
❤️
👍
😢
29