المرصاد پښتو
June 3, 2025 at 05:45 AM
https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d8%9b-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%be%d9%87-%d9%86%d9%88%d9%85-%d8%af-%d8%ba%d8%b1%d8%a8-%d8%ac%d9%88%da%93%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%da%89%d9%84%d9%87-%d8%a7/
*داعش؛ د اسلام په نوم د غرب جوړه شوې ډله!*
*اوومه برخه*
*جنید*
ډېر غربي هیوادونه له دې حقیقت څخه خبر دي او دا هغه څه دي، چې د ډېرو پوهانو له خبرو څخه ثابتېږي، دا له دغې باطلي ډلې، د دې امرینو، متحدینو او اهدافو څخه د لوستونکو او هغو خلکو چې تر اوسه زړه نا زړه دی ډېره ښه توجه را اړولی سي، چې د داعش تر شا څوک ولاړ دي؟
دغه ډله څنګه بریالۍ سوه؟ ولي په سیمه کې د قدیمي اثارو د له منځه وړلو هڅه کوي؟ دوی ولې اقلیتونه دې ته اړباسي، چې له سیمي څخه هجرت وکړي؟
دوی ولي د مذهبونو او ډلو ترمنځ د کرکې اور بلوي او ولي د هغو قبیلو ترمنځ د اختلاف تخم شیندي، چې له پېړیو راهیسې د یو بل تر څنګ ژوند کوي؟
پورتنۍ ټولې پوښتني دا ګمان را منځته کوي، چې ممکن د داعش تر شا ډیرې ناوړه ستراتېژۍ پرتې وي او دا ددې خبرو ښکارندویي کوي، چې دوی اسلام خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې وسلې او وسیلې په توګه کاروي، له همدې امله دوی د اسلام په اړه عامه ذهنیت منحرفوي او له تمدن، انسانیت، ترحم او عدالت نه لرې یوه بربري دین په توګه یې انځوروي.
د حیرانتیا خبره نه ده، ډېر داسې شواهد پیدا شوي، چې د اسلام او شریعت په اړه د البغدادي ناپوهي، د هغه سخت دریځي او بې کفایتي ښیي.
زموږ هدف دادی، چې د دغو سخت دریځو او نا پوهو د تحریفونو پر وړاندې د شریعت هغه دريځ روښانه کړو، چې الله جل جلاله پر موږ واجب کړی دی؛ نو د همدې له امله موږ هڅه کوو، چې هر ابهام واضح کړو او په اړه یې د قرانکریم او احادیثو شواهد ذکر کړو، چې ټول پرې پوه او زړه مطمئن سي.
بل هدف مو دادی، چې د هغو معصومو او خطایستل شویو ځوانانو او خویندو پوهول او ژغورل دي، چې له بېلا بېلو هیوادونو څخه راځي او داعش سره یو ځای کېږي، دوی د یو ایډیال اسلامي دولت لپاره راځي؛ خو د داعش سره په یو ځای کېدو سره بیا وروسته پوه سي، چې داخو د جنایتکارانو یوه د کرکي وړ ډله ده.
له دوی څخه ډېر خلک غواړي چې د دوی له دیکتاتورۍ څخه ځان خلاص کړي، موږ دوی هڅوو، ترڅو توبه وباسئ او خپل اصل ته را وګرځئ، ځګه چې توبه ګار او پښېمانه داسی دی لکه بې ګناه.
داعش د یوه پراخ کمپاین او پروپاګند له لاري هڅه کوي، چې له یوې خوا د اسلام څخه د ملاتړ او د شریعت دپلي کېدو په پلمه خپل شنیع جنایتونه توجیه کړي او له بلي خوا د عوامو زړونه خپل کړي، موږ هر یو دا مسؤلیت لرو، چې د دوی دبې باوري فضا، ګمراهۍ، مرګ او ضیاع څخه ځان وژغورو.
موږ هڅه کوو، د دې لپاره چې خلک له ناهیلۍ له ګردابه را وباسو، موږ مسلمانانو ته زیری ورکوو چې پر دغو خوارجو بریالیتوب حتمي دی، هر څوک چې د دغي مفسدي ډلې له خوا وژل کېږي، تر ټولو غوره شهید دی او هر څوک، چې صبر کوي هغه ته به اجر ور کول کېږي او بریا به ویني.
لکه څنګه چې مو د اسد رژیم پای لیدلی، همداسي به ددې مفسدي ډلې پای هم ووینو، دا ځکه چې د دې ډلې پیروان له دا خل نه دین تخریبوي، د مسلمانانو پر زړونو یرغل کوي او د پوهې، فقهي او دهغو شرعي احکامو پرځای، چې موږ ته تر دې دمه را رسېدلي دي، د جاهلانو خبري ځاي پرځای کوي، دا جاهلان نه د تقوا او پرهېز ګارۍ پر لار تللي دي او نه یې هم د الله بنده ګۍ کې د خاکساري مزه څکلې ده، د دوی او د الله د نبي د ځانګړونو تر منځ واټن داسي دی لکه د ځمکې او اسمان تر منځ واټن.
په دې جنایتکارانو کې داسي کوم عالم نسته، چې د مسلمانانو لپاره د باور وړ وي، نه په عقېده کې، نه په فقه کې او نه هم په شرعي احکامو کې، په دوی کې د پوهي داسي شاګرد هم نسته، چې له کوم معتبر عالم نه یې زده کړه کړې وي؛ نو دوی د کومي وړتیا له مخي فتواګاني او شرعي احکام صادروي؟
د دوی علم او پوهي سویه له نویو پیلونکي زده کوونکو نه هم ټیټه ده، ځکه چې دوی د انسانانو د وژلو پرېکړه داسي کوي چې دوهم ځل فکر هم نه کوي او دوی ته د انسانانو وژل د څارویو له وژلو هم اسان کار وي، دوی تل مسلمانان تکفیروي، په خپل سر د هغوی د وژلو، بندي کولو او تالا کولو پرېکړه کوي؛ نو دا به له حقیقت نه لري نه وي، چې ووایو دوی جاهلان دي بلکې تر هغوی هم بدتر دي.
❤️
👍
12