المرصاد پښتو
June 3, 2025 at 09:03 AM
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d8%b1%db%8c%d8%ae-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%88%d8%9b-%d8%b9%d8%ab%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%aa-%db%8c%d9%88-%d8%af%db%90%d8%b1%d8%b4%d9%85/
*د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت!*
*یو دېرشمه برخه*
*حارث عبیده*
د بحري قوې بندوبست:
له دې چمتووالي پرته چې سلطان د کوم شي په اړه ځانګړې پاملرنه کړې وه، هغه د عثماني بحري قوي د پخوا په پرتله قوي کول او په هغې کې د نورو کښتیو ډېرول وو، تر څو په قسطنطنیې د برید کولو جوګه شي، د قسطنطنیې په څېر د يو بحري ښار كلابندي د قوي بحري ځواک له شتون پرته ناشونې وه او ويل کېږي چي ددې موخې لپاره چې کومې کښتۍ جوړي شوي وې شمېر يې (۴۰۰) ته رسېده.
له بېلا بېلو هېوادونو سره معاهدې:
په قسطنطنیې له بريد کولو مخکې سلطان محمد له خپلو یو شمېر دښمنانو سره سوله وکړه، تر څو له نورو خواوو باوري شي او له يوه دښمن سره جګړه وکړي، په دې سربېره یې له قسطنطنیې ګاونډي امارت (غلطه) سره چې د هغه په ختیځ کې پرته ده او له قسطنطنیې څخه د زرین شکر اوبو لار بیلوي، هم سوله وکړه.
همدا راز له هنګري او وینس پاچاهیو سره هم هوکړې وشوې، دا دوه پاچاهۍ د قسطنطنیې په ګاونډ کې پرتې وې، کله چې په قسطنطنیې برید وشو نو دا هوکړې په ځای پاتې نه شوې، د نورو نصراني هېوادونو له پوځیانو پرته د دغو امارتونو پوځیانو هم د قسطنطنې په ملاتړ او دفاع کې برخه واخیسته.
کله چې سلطان محمد فاتح د قسطنطنیې د نیولو لپاره ورځې او شپې شمېرلې نو د بيزنطيني امپراتورۍ پاچا د کلابندۍ د ماتولو لپاره بې شمېره دولت وړاندې کړ، له يو شمېر سیمو سره یې د ورورګلوۍ لاس ورکړ، دوی د سلطان له دې موخې د گرځولو ډېره هڅه وکړه خو سلطان یوه هم ونه منله. هغه خوښه کړې وه که په هر حال وي دا ښار به نيسي او د عثماني دولت په وړاندې ټولې پلمې به له مینځه وړي.
بيزنطني پاچا ته معلومه شوه چې عثماني پوځ رشوت نه اخلي او د ښار د نيولو قوي اراده یې کړي ده نو له بېلا بېلو اروپايي هېوادونو څخه یې مرسته وغوښته، په ځانګړي ډول يې د کاتولیک عيسوي ډلې له مذهبي رهبر څخه مرسته وغوښته، که څه هم قسطنطنیه د آرتودوکس عيسوي ډلې مرکز و او له کاتولیک ډلې سره یې مذهبي اختلافات هم وه، خو د بيزنطيني پاچا د مذهب قرباني ورکړه او د امپراتورۍ د ژغورلو لپاره يې د روم له پاپ مرسته وغوښته.
د بيزنطيني پاچا له ناچارۍ څخه له پاپ سره د ساتنې تگلاره اختیار کړه، له خپل ځان سره یې د ملګري کولو هڅې وکړې، د هغه په وړاندې یې ددې خبرې اظهار وکړ چې هغه د ختیځ ارتودوکس په کلیسا کې د بين النصاري اتحاد د نصرانیانو خپلمنځي یووالی په خاطر د پاپ د اطاعت لپاره چمتو دی. دا هر څه هغه وخت تر سره کېدل چې ارتودوکس ډلې دا خبرې نه خوښولې.
په هر حال پاپ خپل استازی قسطنطنیی ته واستاوه، هغه د قسطنطنیې تر ټولې لويې کليسا کې چې آيا صوفيا نومېده تقریر وکړ، او د پاپ لپاره یې دعا وکړه، د دې اعلان په اورېدلو د ارتودوکس ډېر پلویان غصه شول، د پاچا او پاپ په وړاندې خلک ودریدل، تر دې چې ځينو په کې داسې هم وويل چې: موږ د بیزنطینیانو په کورونو کې د لاتيني جامو له ليدلو د ترکانو دستارونه لیدل غوره گڼو.
د قسطنطنيي ښار له دربیو خواوو باسفورس، تنګي مرمره سمندر چې د زرین ښکر (Golden Hom) په سمندري اوبو کې پروت وو او د دوی لورو ته یې د کښتیو د ايسارولو لپاره له لويو طاقونو او زنځيرونو څخه کار اخیستی وو، د اړتیا په وخت کې به چې کله سست شول نو کښتی به دننه راغلې او د زنخیر په راکش کولو به لارې بندېدې. له دې پرته د جزيرې په لور دوې لویې کلاوې وې چې له مرمره سمندر نیولې تر زرین ښکر رسېدلې وې، دواړې کلاوې په يوه ليکه کي پرتې وې او ترڅنگ یې نهر هم وو چې د (لیکوس) په نامه يادېده.
❤️
👍
24