المرصاد پښتو
June 12, 2025 at 05:52 AM
https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d9%be%d9%87-%d9%86%d9%88%d9%85-%d9%88%d8%a8%d8%a7-%d8%b7%d8%a7%d8%b9%d9%88%d9%86-%db%8c%d9%88%d9%88%db%8c%d8%b4%d8%aa%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/ *د داعش په نوم وبا (طاعون)* *یوویشتمه برخه* *ابو هاجر الکردي* له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ مېلادي کال، چې موصل د داعش تر اشغال لاندې و، پر دې ښار او د هغه پر اوسېدونکو پراخ او بوږنوونکي جنايتونه تر سره شول، لاندې به د دغو ځینو جنايتونو تفصیلي بیان وکړو. ۱- ډله‌ییز قتلونه او هدفي اعدامونه: د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۰مه، داعش موصل ته نږدې د بادوش پر زندان برید وکړ او تر ۶۷۰ زیات بندیان، چې اکثره یې اهل السنة مسلمانان وو، په ډله‌ییز ډول ووژل؛ دا هغه شمېر و چې رسنیو خپور کړی و، حال دا چې هغه وژنې او جنايتونه چې د رسنیو له سترګو پټ او لرې پاتې وه؛ څو برابره ډېر وو. ۲- د ایزدیانو نسل‌وژنه: د ۲۰۱۴ کال په وړي(دوبي) کې، داعش د سنجار او نورو ایزدي مېشتو سیمو پرضد پراخ بریدونه وکړل، زرګونه ایزدي نارینه ووژل شول او تر ۳۵۰۰ ډېر ماشومان او ښځې د داعش لاس ته ولوېدې. ۳- د تاریخي آثارو ویجاړول: داعش د موصل ګڼ شمېر تاریخي ځایونه له منځه یووړل، چې له جملې: ا- د حضرت یونس علیه‌السلام مسجد، چې په بشپړ ډول والوزول شو. ب- د موصل موزیم او لرغوني مجسمې، چې ځینې یې زرګونه کلن تاریخ درلود. ج- تاریخي کتابتونونه، چې ډېری یې نايابه خطي نسخې درلودې، وسوځول شول. یونسکو دا ویجاړونې وغندلې او دا یې د بشر د کلتوري میراث پرضد جنایت وباله. ۴- د ښځو غلامول، شکنجه او جنسي استثمار: داعش ایزدۍ ښځې او نجونې تښتولې او له دوی سره یې غیرانساني چلند درلود، ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي چې ښيي د دې ښځو پر وړاندې پرله‌پسې جنسي تېری شوی او آن د غلامانو په بازارونو کې پلورل کېدې. ۵- د شریعت د پلي کولو تر نامه لاندې، لسګونه نور جنایتونه: داعش د شریعت د تطبیق تر نامه لاندې، ملکیانو ته لسګونه نور ظلمونه روا کړل او سلګونه بې‌ګناه خلک یې قرباني کړل. هغه جنایتونه چې داعش د ښارونو تر نیولو وروسته، په ځانګړي ډول د موصل له نیولو وروسته ترسره کړل، تر هر ډول تصور ور هاخوا تباه کوونکي وو، د دې ډلې د ظلم او استبداد توره ورېځ د بې‌وسه خلکو پر سر خپره وه. داعش د مظلومانو د ژغورونکي په بڼه راڅرګند شو، خو ډېر ژر یې اصلي ماهیت ښکاره شو؛ همدغه بربنډتيا يې بنسټونه ولړزول، جوړښتي بڼه یې ورانه کړه او بالاخره د زوال کندې ته وغورځېد.
❤️ 😢 11

Comments