د ژوند راز
May 18, 2025 at 11:28 AM
د یوه بزرګ څخه یې وپوښتل ولې دومره آرام او هوسا یې؟ ويې ویل: د کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې خپل ژوند پر پينځو اصولو بناء کړی دی: ١- پوه شوم چې زما رزق بل څوک نه خوري، نو آرام او هوسا شوم. ٢- پوه شوم چې الله تعالی هر وخت او هر ځای ما ویني، نو حیاء مې وکړه. ٣- پوه شوم چې زما کارونه بل څوک نه را اجراء کوي، نو کوښښ مې وکړ. ٤- پوه شوم چې مرګ حتمي دی، نو ځان مې ورته چمتو کړ. ٥- پوه شوم چې نیکي او بدي له منځه نه ځي او بیرته یې پایله ما ته را ګرځي، نو ګناه او بدي می پریښوده. او دغه پنځه اصله هره ورځ په خپل ذهن کې را تازه کوم. فِکر
❤️ 👍 2

Comments