
کندهار پوهنتون-Kandahar University
May 21, 2025 at 06:21 AM
د پوهنځيو تر منځ د ېووالي په نامه د والیبال بازيو ټورنمينټ پېل سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت، د پوهنځیو تر منځ د «ېووالي» په نامه؛ د والیبال بازيو ټورنمنټ پېل کړ، چي د نهو پوهنځیو د لسو لوبډلو تر منځ د لېګ په سیستم ترتیب سوي، چي د جوزا میاشتي تر ۳مي نېټې پوري به دوام وکړي او هره ورځ به سهار او ماپښین کېږي.
د ټورنمينټ لومړۍ بازي د طب پوهنځي او ښووني او روزني پوهنځي لوبډلو تر منځ وسوه، چي د ښووني او روزني لوبډلي وګټله؛ دوهمه بازي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او انجينېري پوهنځي لوبډلو تر منځ وسوه او د انجنیري پوهنځي لوبډلي وګټله.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۳
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

❤️
👍
😂
😢
9