کندهار پوهنتون-Kandahar University
May 26, 2025 at 07:38 AM
محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وسو
د کندهار پوهنتون په مسجد کي، دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د افغانستان د اسلامي امارت د جهادي مدرسو رئېس محترم شېخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالواحد طارق صاحب د (انسان او ټولو مخلوقاتو پیدایښت د قرآني آیاتو او حديثو په رؤنا کي) تشريح او بیان وکړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو پوهنځیو سلونه (سلګونه) محصلان او محترم استادان حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سوه؛ وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د جهادي مدرسو رئېس محترم شېخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالواحد طارق صاحب، د خپلو خبرو په پېل کي پر علم، د شریعت مطابق پر زده کړو او د انسان د پیدایښت پر موخو هر اړخیزي خبري وکړې؛ ورپسې ئې وویل: د اسلامي امارت مجاهدینو، که په سیاسي ډګر کي يي او که په نظامي ډګر کي يي، تل ئې کفارو ته ماته ورکړې ده؛ دا زموږ له پاره ېو ستر نعمت دئ، چي نن اسلامي نظام حاکم سوی دئ؛ موږ باید تل د الله تعالی شکر ادا کړو، چي داسي امیرالمؤمنین حفظهالله ئې را باندي حاکم کړی، چي د قرآن کریم د احکامو او سنتو مطابق رهبري کوي.
شېخ صاحب پر محصلانو ږغ وکړ، چي تاسي باید خپل سیرت او صورت دواړه، د اسلامي شریعت سره برابر کړئ؛ هغه څوک بریالي دي، چي دیني او عصري دواړه علوم ترلاسه کړي؛ خو دا زده کړه باید د اسلام له چوکاټه دباندي نه يي؛ همداراز ئې وویل: اسلامي شریعت هېڅکله خلک له عصري علومو، نوښت او کشفوُنو څخه نه راګرځوي؛ خو دا شرط لري، چي دا علوم د اسلامي اصولو مطابق يي؛ هر علمي یا مسلکي فعالیت باید د دیني ارزښتو په چوکاټ کي وسي.
شېخ صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کي، د انسان پیدایښت او د ټولو مخلوقاتو پیدایښت د قرآني آیاتو او حديثو په رؤنا کي په تفصيل سره بیان کړ او وې ويل: الله جل جلاله د نړۍ ټول مخلوقات د ېو حکمت او هدف له پاره پیدا کړي دي؛ هر څه د هغه د ارادې او قدرت له مخه پیدا سوي؛ انسان، حیوان، نبات، اسمان، ستورى او نور ټول مخلوقات د الله تعالی د قدرت نخښي دي؛ دا پیدایښت بې هدفه نه دئ؛ بلکي الله تعالی هر څه د خپل تقدیر او نظم له مخه تنظیم کړي دي.
ورپسې، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، له محصلانو څخه مننه وکړه، چي د غونډي تر پایه حاضر ول؛ هغه وویل: موږ تاسي ته هیله لرو، چي ټولنه اصلاح کړئ، خلکو ته خدمت وکړئ او ېوه پرمختللې ټولنه جوړه کړئ؛ د خپلو استادانو او علماء کرامو خبرو ته ښه غوږ ونیسئ او عملي ئې کړئ؛ تاسي بختور یاست، چي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ستاسو پوهنتون ته راغلی ؤ؛ تاسي ته ئې بیان وکړ او د دواړو علومو پر زده کولو ئې ټینګار وکړ؛ نو هڅه وکړئ، چې خپل ټول کړهوړه د اسلامي شریعت مطابق برابر کړئ، خپل ژوند د اسلامي قوانینو په رؤڼا کي تېر کړئ او خپل درسونه ښه زده کړئ.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۸
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
❤️
👍
4