
کندهار پوهنتون-Kandahar University
June 12, 2025 at 09:50 AM
نهايي آزمویني به د آزموینو د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم د راتلونکي شنبې په ورځ پېل سي
د پنج شنبې په ورځ؛ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس الحاج شیخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي په مشرۍ د آزموینو کمېټې نوبتي ناسته وسوه، چي پکښي د پوهنځیو رئېسانو، د آزموینو د انسجام او تفاهم کمېټې غړو او د ځینو آمریتو آمرانو ګډون درلود.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او هیله ئې وښووله، چي د اختر رخصتۍ مو پخیر تیري کړي یي او دندو ته په خیر راغلي یاست؛ همداراز ئې د خپلو خبرو په دوام وویل؛ "دا چي هر کال د ا.ا.ا په میلیونو بودیجه د پوهنتونو په بېلابېلو چارو کي مصرفیږي او موږ ته یې هر ډول امکانات په لاس راکړي؛ نو له موږ څخه هم باکیفیته او مسلکي فارغان غواړي؛ تر څو هم ئې هیواد او هم ئې کورنۍ او ټولني ته ګټه ورسیږي؛ نو موږ هم باید آزمویني لا په پوره دقت او شفافیت سره واخلو."
ورپسې د ناستي ګډونوالو د آزموینو د نظم، وخت او نورو مهمو مسایلو په اړه هر اړخیزه بحثونه وکړل او پرېکړه وسول، چي آزمویني به د تیري کمېټې د پرېکړي سره سم د رواني جوزا میاشتي پر (۲۴مه) پېل سي او د آزمویني د ورځي د پېل وخت بې (به یې) د سهار ۵:۳۰ بجې یي او د پرېکړي سره سم به پر خپل وخت پای ته رسیږي؛ په آزموینه کي د ممتحن او ممیز سته والی حتمي دی؛ د آزمویني صحنې ته د محصلانو له لوري د موبایل او الکترونیکي وسایلو راوړل مطلق منع سول.
وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
د یادوني وړ ده، چي د طب او فارمسي پوهنځیو آزمویني د رواني جوزا میاشتي پر (۶مه) نېټه پېل سوي او په عادي ډول به جریان ولري.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۵
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړيکو آمریت

❤️
👍
😢
😂
😮
41