
RTA Pashto
May 31, 2025 at 06:49 PM
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي د امریکا له لوري ایران سره د یوې هوکړې وړاندیز ایران ته سپارلی.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر دغه وړاندیز تهران ته د خپل سفر پر مهال ایران ته سپارلی.
عراقچي زیاته کړې، چې ایران به د اصولو، ملي ګټو او د خپلو خلکو د حقونو پر اساس دې طرحې ته ځواب ووایي.
#مليتلویزیون

❤️
👍
😮
6