RTA Pashto
RTA Pashto
June 1, 2025 at 10:20 AM
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه لوګر ته سفر کړی. نوموړي د لوګر له سیمه‌ییزو چارواکو سره په کتنه کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي. ښاغلي حقاني د بنسټیزو مخابراتي پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې سږ کال به د لوګر په محرومو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مخاب...
❤️ 👍 🙏 4

Comments