
RTA Pashto
June 1, 2025 at 11:01 AM
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني د دې وزارت د یوه پلاوي په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د یاد وزارت په وینا، د دې دښمنۍ له امله د درې تنو وژل کېدو او شپږ تنو ټپي کېدو سربېره دواړو خواوو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي وو.
#مليتلویزیون

❤️
4